افغان چارواکي وايي په هندوستان کې د افغاني توليداتو روان نندارتون د دې سبب شوى چې ګڼ هندي او نور بهرني پانګوال په افغانستان کې پانګونې ته وهڅېږي.
په هندوستان کې دغه نندارتون چې تېره چهارشنبه پيل شوى، تر راروانې شنبې پورې دوام کوي.
په نندارتون کې د کابينې ګڼ وزيران او نور افغان مقامات برخه لري.
صالح محمد صالح د افغانستان د متشبثينو د ملي بورډ رئيس حاجي رحم الدين اغا چې دا مهال په هندوستان کې دى د مرکې په پيل کې پوښتلى:
هندي او نورو نندارچيانو ته د افغاني توليداتو دغه نندارتون څومره جالب و؟