د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۵۲

په بریتانیا کې د پخواني روسي جاسوس په مسمومولو تورن کسان، لگیدلی تورنه ردوي


هغو دوو کسانو، چې د يوه پخواني روسي جاسوس او د هغه د لور په مسمومولو تورن دي ويلي، دوى په مارچ مياشت کې د ګرځندويانو په توګه د بريتانيا سالزبوري ښار ته ورغلي وو.

هغه دوه کسان چې د بريتانيا له خوا په خپرو کړو عکسونو کې يې څېرې سره ورته ښکارېدې، د وژنې په دې هڅه کې خپل هر ډول دخالت ردوي.

بريتانيا د دغو مشکوکو کسانو عکسونه ٩ ورځې مخکې (د سپټمبر پر ٥مه) خپاره کړي وو.

يو له دغو کسانو ادعا کړې چې بريتانيا ته د سفر پر مهال ښايي د پخواني روسي جاسوس سرګي سکريپال کور ته هم نږدې شوي وي، خو دوى نه پوهېدل چې سکريپال چېرې اوسېږي.
يو له دغو کسانو ادعا کړې چې بريتانيا ته د سفر پر مهال ښايي د پخواني روسي جاسوس سرګي سکريپال کور ته هم نږدې شوي وي، خو دوى نه پوهېدل چې سکريپال چېرې اوسېږي.

يو مشکوک سړى الکساندر پيټروف نومېږي، هغه له (RT) ټلويزيون سره په خبرو کې وويل:

”زما دوستانو له اوږدې مودې راهيسې پېشنهاد کاوه چې دغه په زړه پوري ښار يعنې سالزبوري ته سفر وکړو.“

کله چې د خپرونې چلوونکې پوښتنه وکړه، د سالزبوري ښار جالبوالى په څه کې دى؟

دويم مشکوک تن چې روسلان بوشيروف معرفي شوى، په ځواب کې وويل:

”ځکه چې هلته مشهوره جامع کليسا شته، د سالزبوري کليسا. يوازې په اروپا کې نه بلکې فکر کوم په ټوله نړۍ کې مشهوره ده. د خپلې ١٢٣ مټره منارې او ساعت له کبله مشهوره ده، چې لا هم فعال دى.“

په بریتانیا کې د سالزبوري کليسا
په بریتانیا کې د سالزبوري کليسا

يو له دغو کسانو ادعا کړې چې بريتانيا ته د سفر پر مهال ښايي د پخواني روسي جاسوس سرګي سکريپال کور ته هم نږدې شوي وي، خو دوى نه پوهېدل چې سکريپال چېرې اوسېږي.

د بريتانيا د صدراعظمې تيريزا مې وياند دغه مرکه د عوامو شعور ته سپکاوى بللې او ويلي يې دي چې له ”درواغو او څرګندو جعلکاريو“ ډکه وه.

خو د بريتانيا د حکومت دغه څرګندونې په مسکو کې له رسمي عکس العمل سره مخامخې شوې.

د روسيې د بهرنيو چارو وزارت وياندې ماريا زخارووا د دغو دوو مشکوکو کسانو د مرکې تر خپرېدو وروسته پرون په خپل اوونيز کنفرانس کې وويل:

”زه يوه پوښتنه لرم. بريتانيا پر کوم بنسټ دا څرګندونې کوي؟ ايا دا يوه سياسي اعلاميه ده؟ بريتانيا ولې وايي دا مرکه درواغ وه؟ په هغې کې دقيقاً کوم ټکي درواغ وو؟ د بيان تر خپرېدو وروسته بريتانوي لوري ادعا درلوده، چې دا دوه کسان اصلاً موجود نه دي، خو اوس بيا وايي د دوى خبرې درواغ دي.“

د روسيې د بهرنيو چارو وزارت وياندې ماريا زخارووا
د روسيې د بهرنيو چارو وزارت وياندې ماريا زخارووا

د بريتانيا چارواکو دغه مشکوک کسان تورن کړي، چې د نوويچوک په نوم د اعصابو فلجوونکې ماده يې د عطرو په جعلي بوتل کې بريتانيا ته قاچاق کړې ده.

ويل شوي دغه زهرجنه ماده د پخواني شوروي اتحاد په دوران کې توليد کېدله.

چارواکو ويلي په مارچ مياشت کې پر ٦٧ کلن سرګي سکريپال او د هغه پر ٣٤ کلنې لور يوليا د حملې پر مهال همدغه زهرجنه ماده کارول شوې وه. دوى څو اوونۍ په روغتون کې بستر وو.

د بريتانيا حکومت په يوه اعلاميه کې ويلي له (RT) ټلويزيون سره شوې مرکه د مسکو ابهامات او درواغ منعکسوي.

د بريتانيا حکومت: دغه دوه کسان د روسيې د پوځي استخباراتو افسران دي، چې زموږ د هېواد په کوڅو کې يې زهرجنه کيمياوي ماده کارولې ده

اعلاميه زياتوي: دغه دوه کسان د روسيې د پوځي استخباراتو افسران دي، چې زموږ د هېواد په کوڅو کې يې ويجاړوونکې، زهرجنه او غيرقانوني کيمياوي ماده کارولې ده.

د مرکې تر خپرېدو يوه ورځ مخکې د روسيې ولسمشر ولادمير پوتين ويلي وو، هېواد يې دغه کسان چې بريتانيا د سکريپال او د هغه د لور په مسمومولو تورن کړي، پېژندلي، خو ده وويل دا کسان ملکيان دي.

XS
SM
MD
LG