د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۱۸

د هیل ورځپاڼه: ۱۲ فیصده افغانان د طالبانو تر واکمنۍ لاندې سیمو کې ژوند کوي


  • د هیل ورځپاڼه

د هیل ورځپاڼې د بلک واټر یا اکاډمۍ خصوصي شرکت د مشر اریک پرنس له خوا د افغانستان د جګړې د خصوصي کولو په طرحې مقاله لیکلې ده.

د ورځپاڼې په لیکنه پرنس د چهارشنبې په ورځ ټینګار وکړ چې په افغانستان کې د امریکايي سرتیرو پر ځای د قراردادي جنګیالیو د ګمارلو په اړه د ده طرحه به د جنګي لګښتونو له کمښت او د وړتیاوو له ډېرولو سره مرسته وکړي.

ورځپاڼې په دوام لیکلي په سیمه کې د امریکا له نږدې شل کلن حضور سره سره هم ترهګر خپلو بریدونو ته دوام ورکوي.

پرنس: په افغانستان کې د امریکايي سرتیرو پر ځای د قراردادي جنګیالیو د ګمارلو په اړه د ده طرحه به د جنګي لګښتونو له کمښت او د وړتیاوو له ډېرولو سره مرسته وکړي
پرنس: په افغانستان کې د امریکايي سرتیرو پر ځای د قراردادي جنګیالیو د ګمارلو په اړه د ده طرحه به د جنګي لګښتونو له کمښت او د وړتیاوو له ډېرولو سره مرسته وکړي

د هیل لیکي چې ۱۲ فیصده افغانان د طالبانو تر واکمنۍ لاندې سیمو کې ژوند کوي او ۲۳ فیصده نور هم په لانجمنو سیمو کې اوسیږي.

  • د اتلانتیک شورا خپرونه

د اتلانتیک شورا د افغانستان د سولې په هڅو یوه مقاله خپره کړې ده.

دا مقاله په کاناډا او فرانسې کې د افغانستان پخواني سفیر عمر صمد لیکلې ده.

د مقالې په پیل کې راغلي، داسې وخت چې طالبان د افغانستان د خاورې د نیولو په حال کې دي د دغه هېواد د حکومت ماته مخ په زیاتېدو ده او او د جګړې په اړه د افغانستان د سیمه ییزو شریکانو نظر هم په بدلېدو دی.

د امریکا دفاع وزیر جیم متیس بیا د وضعیت په اړه بدبین نه ښکاري.

جیمزمتیس د سپټمبر په اوومه له کابله په خپله لیدنه کې د امریکايي ډپلوماټانو او طالب استازیو تر منځ د خبرو اترو د یوه ازاده چوکاټ او لارې د موجودیت اړه هیله مندي وښوده
جیمزمتیس د سپټمبر په اوومه له کابله په خپله لیدنه کې د امریکايي ډپلوماټانو او طالب استازیو تر منځ د خبرو اترو د یوه ازاده چوکاټ او لارې د موجودیت اړه هیله مندي وښوده

د اتلانتیک په دې مقاله کې راغلي چې متیس د سپټمبر په اوومه له کابله په خپله لیدنه کې د امریکايي ډپلوماټانو او طالب استازیو تر منځ د خبرو اترو د یوه ازاده چوکاټ او لارې د موجودیت اړه هیله مندي وښوده.

په دوام کې راغلي چې د متیس په باور دا اړیکې ممکن د افغانانو تر منځ د پخلاینې لامل شي چې د کابو دوو لسیزو جګړه پای ته ورسوي.

د جګړې په اړه د افغانستان د سیمه ییزو شریکانو نظر په بدلېدو دی

د مقالې د لیکوال په باور په دې وخت کې دوه مسلې نه دي روښانه.

لومړی: په یو وخت چې امریکا متحده ایالتونه د سولې په یوې معاملې ټینګار کوي سیمه ییز شریکان یعنې پاکستان، روسیه،ایران،چین او هند څه ډول بدلون مننونکې ګټې اداره کولای شي؟

دویم: د لیکوال په خبره که خبرې ناکامه شي له یوه نا معلوم حالت سره د چلند طرحه موجوده ده که څنګه؟

XS
SM
MD
LG