د لاسرسي لېنکونه

جمعه ۲۵ لړم ۱۳۹۷ کابل ۱۰:۰۸

ویسا: افغانستان کې د امریکا د ۱۷ کلن پوځي حضور سره سره وضعیت خراب شوی


د کابل چاپ د نن ورځې د ورځپاڼو اکثره تبصرې د افغانستان د روانې امنیتي وضعې په اړه بېلابېلو غبرګونونو ته ځانګړي شوي دي.

  • ملي ارمان

ملي ارمان ورځپاڼې روانې امنیتي وضعې ته په اشارې غوښتنه کړې ده چې بې‌کفایته امنیتي مسؤلین باید له دندو ګوښه شي.

ورځپاڼه لیکي چې د هېواد د امنیتي او دفاعي ادارو مسؤلین باید خلکو ته دا ځواب ورکړي چې ولې امنیتي پوستې د سقوط له خطر سره مخامخ کېږي او د دښمن د حملو پر مهال ولې امنیتي ځواکونو ته پر وخت مرسته نه‌رسېږي؟

ورځپاڼې وړاندې د هېواد ملي شورا ته سپارښتنه کړې ده چې له کوم ځنډ پرته دې د امنیتي ادارو مسؤلین استیضاح او له هغوی دې، د باور رأیه بېرته واخلي، څو د طالبانو په لاس د سیمو د سقوط او همداراز د امنیتي ځواکونو د مرګ ژوبلې مخنیوی وشي.

  • ویسا

ویسا ورځپاڼې په یو مطلب کې لیکلي دي چې په افغانستان کې د امریکا د ۱۷ کلن پوځي حضور سره سره وضعیت خراب شوی دی.

ورځپاڼې وړاندې لیکلي دي چې په تېره یوه نیمه لسیزه کې په افغانستان کې د داعش ډلې په ګډون نورې ترورېستي ډلې فعاله شوي، د سیمې له هېوادونو سره د افغانستان اړیکې خرابې شوي او افغانستان د سترو قدرتونو ترمنځ د رقابت په ډګر بدل شوی دی.

ورځپاڼې په یو جلا مطلب کې د ولسي جرګې د دفاعي کمېسیون دا اندېښنه هم راخېستې ده چې ویلي یې دي په بېلابېلو ولایتونو کې امنیتي وضعیت مخ په خرابېدو دی.

ورځپاڼې وړاندې د دې کمېسیون د غړو په حواله لیکلي دي، که حکومت د روانې وضعې د بدلون له‌پاره جدي اقدام ونه‌کړي، نو حالت به تر دې هم بدتر شي.

  • هېواد

هېواد دولتي ورځپاڼې بیا د افغانستان روان وضعیت ته په اشارې لیکلي دي چې د دغو ناامنیو یو اساسي هدف د راروانو پارلماني انتخاباتو مخنیوی دی.

ورځپاڼې وړاندې لیکلي دي چې د افغانستان نړیوال متحدین او په سر کې یې امریکا او ناټو باید د افغان حکومت په ملاتړ د ایران، پاکستان او روسیې له‌خوا د وسله‌والو مخالفو ډلو د اکمال او د هغوی نېغ په نېغه یرغل مخنیوی وکړي.

ورځپاڼې لیکلي دي چې وسله‌وال طالبان هم په خپلواک ډول د سولې خبرو ته نه‌پرېښودل کېږي او له همدې کبله‌یې له نورو بهرنیو ترهګرو سره د هېواد په شمال، جنوب او لوېدیځ کې یې جګړو ته زور ورکړی دی.

  • مسیر

مسیر ورځپاڼې په یو تفصیلي مطلب کې لیکلي دي چې له ولسمشره نیولی بیا تر وزیرانو او لاندې ټول په خپلو دندو کې ناکام دي.

ورځپاڼه لیکي:

د دوی اساسي مسؤلیت د امنیت ټینګښت، د عدالت راوستل او د چارو تنظیم دی او که څوک دوی بریالي بولي، نو کوم دی امنیت؟ په کوم ولایت کې هره ورځ جګړه نه‌کېږي؟ په کوم ولایت کې خلکو په ارامه ساه اخیستې ده؟

ورځپاڼې وړاندې لیکلي دي چې دا حکومت او چارواکي یې پر پالنګ ارام خوب کوي او که کوم خطر یې راویښ کړي، نو بهر ته په سفر ولاړ شي.

ورځپاڼه لیکي چې د افغانستان د روان بحران حل په احساساتي خبرو، فېس‌بوکي کمپاینونو او رسنیزو مبارزو نه‌کېږي، بلکې دلته ژورو بدلونونو ته اړتیا ده، څو د هېواد روان وضعیت بدل شي.

XS
SM
MD
LG