کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې د بېلابېلو موضوعاتو په اړه لیکنې او سرلیکنې چاپ کړې دي.
- ملي ارمان
ملي ارمان خپلواکې ورځپاڼې په خپله سرمقاله کې لیکلي، د سولې عالي شورا د خپلې جوړېدو له ورځې تر اوسه هېڅ ډول لاسته راوړنه نهده لرلې او د چارو کارپوهانو هم د دغه شورا موجودیت سمبولیک بللی او پر لغوه کېدو یې ټینګار کړی دی.
په سرمقاله کې راغلي د دغې شورا له جوړېدو ۱۰ کاله کېږي او د راپورونو له مخې په دغه موده کې یادې شورا په میلیونونه ډالر د سولې او وسلهوالو مخالفینو سره د خبرو په نوم لګولي دي، خو د سرمقاله لیکونکي په باور دغه شورا تر اوسه کومه ځانګړې لاسته راوړنه چې ګوندې د دوی په هڅو سره دې د مخالفینو کوم مهم کس د سولې له پروسې سره یوځای شوی وي، نهلري.
بس یوازې د نورو د سولې له هڅو هرکلی کوي او ستايي یې.
ورځپاڼې دا هم لیکلي چې د دغې شورا په ترکیب کې داسې کسان شامل دي چې طالبانو ته د اعتماد وړ نهدي او یوازې د بوخت ساتلو لپاره په دغه شورا کې پهکار ګمارل شوي دي.
- ویسا
ویسا خپلواکې ورځپاڼې په خپل یو مطلب کې د پخواني جهادي مشر محمد اسماعیل خان دا څرګندونې راخیستي چې په انتخاباتو کې د درغلیو د مخنیوي په هدف دې د ولسي جرګې راروان انتخابات وځنډول شي او د شفافیت لپاره دې د بایو مټریک سیستم له لارې ترسره شي.
په مطلب کې راغلي چې اسماعیل خان ویلي، په راروانو انتخاباتو کې سل سلنه د درغلیو امکان شته او د نوملیکنې په بهیر کې هم ۵۰ سلنه درغلي شوې ده.
د ولسي جرګې راروان انتخابات دې وځنډول شي.
په مطلب کې د نوموړي په حواله دا هم راغلي چې د ملي وحدت حکومت نور د یوې بلې دورې لپاره د هېڅچا لپاره د زغملو وړ نهدی او ویل شوي چې اسماعیل خان د یوې موقتې ادارې غوښتنه کړې چې په خبرهیې پهدې سره به عدالت ټینګ شي.
- هېواد
هېواد دولتي ورځپاڼې بیا په خپله سرمقاله کې د افغانستان د شمال د ناامنیو په اړه لیکلي دي.
هېواد لیکلي چې شمال له کلونو کلونو نا امنه دی، دغه ترکستان ته د دښمن سترګې وراوښتي او نهغواړي چې ارامه شي او افغانستان دې له دې لارې له نړۍ سره وصل او خپله سوداګري وکړي.
په سرمقاله کې وړاندې راغلي چې د شمال په ناامنه کولو کې بهرنۍ لاسوهنې ښکاره دي چې د پردیو په مرسته د کندز دوه ځله سقوطیې لوی مثالونه دي.
ورځپاڼې دغهشان لیکلي چې د افغانستان د شمال امن کول د افغان او ناټو ځواکونو ستر لومړیتوب دی، ځکه د سرمقاله لیکونکي په باور، د شمال په امنیت پورې د افغانستان د راتلونکي سوکالۍ هیلې تړلې دي.