د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۴۲

نيويارک ټايمز: د امريکا حکومت د افغانستان په تړاو عوام څنګه تېر باسي؟


  • نيويارک ټايمز «New York Times»

امريکايۍ ورځپاڼې نيويارک ټايمز په خپله يوه تازه ګڼه کې د افغانستان په اړه په‎دې سرليک ليکنه خپره کړې ده، د امريکا حکومت د افغانستان په تړاو عوام څنګه تېر باسي؟

د ليکنې په پيل کې راغلي د افغانستان په ١٧ کلنه جګړه کې امريکايي چارواکي په منظم ډول د پرمختګ مفصلې ارزونې خپروي، خو دا له موجودو واقعيتونو سره په ټکر کې دي.

د ورځپاڼې په ليکنه د افغانستان په جګړه کې تر ٢٢٠٠ زيات امريکايان وژل شوي او امريکا د وسله‎والو طالبانو په وړاندې د مبارزې، نورو پروګرامونو او بيارغونې لپاره تر ٨٤٠ میليارده ډالرو ډېرې پيسې لګولې دي.

نيويارک ټايمز د ناامنيو پېښو ته کتنه کړې او ليکي چې پر افغانستان د امريکا له حملې راوروسته له ٢٠١٧ میلادي کال راهيسې وسله‎والو طالبانو زياتې ساحې نيولي او تېره مياشت د يوې اوونۍ په موده کې افراطي وسله‎والو ٢٠٠ افغان پوليس او سرتېري ووژل او پر غزني ښار يې ډله‎ييزه حمله وکړه.

په ليکنه کې راغلي:

د امريکا پوځ وايي چې افغان حکومت د هېواد پر ٥٦ فيصده خاوره يا کنټرول يا ورباندې نفوذ لري، خو د ليکوال په باور دا ارزونه يوازې د ارقامو په مرسته د خلکو پر تېر ايستلو متکي ده.

د ليکنې په حواله، په ګڼو ولسواليو کې حکومت يوازې د ولسواليو پر مرکزونو او پوځي مرکزونو کنټرول لري، نورې سيمې د طالبانو په لاس کې دي.

ورځپاڼې د افغان حکومت هغه بيان ته اشاره کړې چې ويلي يې دي تېر کال نږدې ١٣٦٠٠ افراطي وسله‎وال وژل شوي چې دا په افغانستان کې د فعالو طالب وسله‎والو د شمېر نيمايي برخه ښيي.

د امريکا په يوه رسمي راپور کې ويل شوي و چې په ٢٠١٧ میلادي کال په افغانستان کې له ٢٥٠٠٠ نيولې تر ٣٥٠٠٠ پورې طالب وسله‎وال فعال دي.

په وسلو د سمبالو کسانو د موټرو کاروانونو د کابل په اوسېدونکو کې بېره خپره کړې وه.

مېل انلاين «Mail Online»

بريتانوۍ خپرونې مېل انلاين په کابل کې د شهيد اوونۍ د لمانځنې مراسمو ته کتنه کړې او په يوه مقاله کې يې راغلي:

په وسلو د سمبالو کسانو د موټرو کاروانونو پرون يکشنبه د کابل په اوسېدونکو کې بېره خپره کړې وه.

دوى هوايي ډزې کولې او د کابل ګڼ اوسېدونکي په‎دې ورځ له کورونو بهر نه‌شوى راوتلى.

دغه کسان د احمد شاه مسعود د اوولسم تلين په مناسبت په کابل کې لارو او کوڅو ته راوتلي وو.

دغه کسان چې سپکې او درنې وسلې ورسره وې او بيرغونه‌يې له ځانونو سره لېږدول د کابل په بېلابېلو برخو کې ګرځېدل.

د روغتيا وزارت ويلي چې په هوايي ډزو کې څو کسان ټپيان شوي دي.

ملي قهرمان او پخوانى جهادي قوماندان احمد شاه مسعود ١٧ کاله مخکې د تخار ولايت په خواجه بهاءالدين ولسوالۍ کې په يوه بمي حمله کې ووژل شو.

تر دې پېښې دوه ورځې وروسته يعنې د سپټمبر پر ۱۱مه پر امريکا حمله وشوه چې هغه حمله بيا پر افغانستان د امريکا د حملې سبب شوه.

XS
SM
MD
LG