د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۰۵

کابل چاپ ورځپاڼو ته کتنه!


کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې په افغانستان کې په عمومي ډول د نا امنیو او په ځانګړي ډول د کابل د تېرې چهارشنې د ورځې د پېښې په اړه لیکنې او سر لیکنې چاپ کړي دي.

ملي ارمان:

ملي ارمان خپلواکې ورځپاڼې په خپل یو مطلب کې لیکلي، د افغانستان خلک حکومت د خلکو د امنیت د خوندیتوب په برخه کې په پاتې راتلو تورنوي وايي چې د امنیتي ادارو د ناتوانۍ له امله هر ورځ ملکیان په ډېر بد ډول وژل کېږي.

په مطلب کې راغلي چې د چهارشنبې په ورځ د کابل په لوېدیځ کې په یوې حمله کې د یو خبریال او یو فلم اخیستونکي تر وژل کېدلو او د پنځو نورو خبریالانو په ټپي کېدو سره د خبریالانو د ملاتړ یو شمېر بنسټونو هم حکومت د خبریالانو د خوندیتوب په برخه کې د لازمو پروګرامونو په نه شتون تورن کړی دی.

ورځپاڼې موضوع ته په خپلې سرمقاله کې هم اشاره کړې او لیکلي چې په افغانستان کې د جګړې او د کابل په ګډون په لویو ښارونو کې د حملو په پراخېدلو او د خلکو په وژلو کېدلو سره هم، دولتي چارواکي وايي چې د افغانستان دښمنان خپلو هدفونو ته نه شي رسېدلی.

سر مقاله لیکونکي پوښتنه مطرح کړې چې دا هدفونه نو کوم دي؟

هېواد:

هېواد دولتي ورځپاڼې بیا په خپلې نننۍ ګڼه کې په یو مطلب کې لیکلي چې امنیتي بنسټونه باید د شهید د اوونۍ او د عاشورا د لماځلو لپاره امنیتي تدابیر زیات کړي.

د هېواد په حواله دا پرېکړه وړم ماښام په ارګ کې د ولسمشر غني په مشرۍ د وسله والو ځواکونو د اعلی سر قوماندانۍ په غونډه کې شوې ده.

په مطلب کې وړاندې راغلي چې دغه پرېکړه د امنیتي او دفاعي ارګانونو د مسؤلینو له خوا ولسمشر ته د چهارشنبې د ورځې د پېښې په اړه د راپور تر وړاندې کولو وروسته وشوه چې په ځانګړي ډول د کابل د لوېدیځ د جدي امنیت په اړه په کې ویل شوي دي.

دنیا:

دنیا خيلواکې ورځپاڼې په افغانستان کې د ملي وحدت حکومت راهیسې د مرګ ژوبلې په اړه د ملګرو ملتونو په حواله لیکلي دي.

دنیا لیکلي، د ملګرو ملتونو د افغانستان د وضعیت د ارزونې پلاوی وايي چې د ملي وحدت حکومت له پیله تر اوسه لږ تر لږه څلوېښت زره کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده او نېږدې دیارلس زره وګړي بېړنیو بشري مرستو ته اړتیا لري.

ورځپاڼه لیکي، ملګري ملتونه په داسې حال کې د مرګ ژوبلې د ډېرېدو خبره کوي چې اوس هم د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې د افغان امنیتي ځواکونو او طالبانو تر منځ وسله والې نښتې روانې دي.

دنیا د کابل په لوېدیځ کې د چهارشنبې د ورځې د پېښې په اړه هم لیکلي.

د ورځپانې په خبره تر دغه برید وروسته اوس د سیمې خلکو پرېکړه کړې چې له دې ورسته به خپل امنیت په خپله ساتي.

دا خبره د ولسي جرګې یو غړي جعفر مهدوي رسنیو ته کړې.

ورځپاڼې د وکیلانو په حواله لیکلي چې له تېرو دوو اوونیو راهیسې د خلکو د امنیت ساتلو شورا په یوې طرحې کار کوي تر څو د سیمې خلک د محرم میاشتې د مراسمو تر څنګ د خپلې سیمې امنیت په خپله وساتي.

XS
SM
MD
LG