د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۰۲

نیویارک ټایمز: کابل ته د متیس دسفر هدف له طالبانو سره دخبرو پیلول دي


د امریکا دفاع وزیر جیم متیس او د امریکا د پوځ لوی درستیزجنرال جوزیف ډنفورډ
د امریکا دفاع وزیر جیم متیس او د امریکا د پوځ لوی درستیزجنرال جوزیف ډنفورډ
  • نیویارک ټایمز

نیویارک ټایمز ورځپاڼه لیکي چې د دغه سفر ښکاره هدف له طالبانو سره د سولې د خبرو له سره پیلول دي.

د ورځپاڼې په لیکنه له طالبانو سره د امریکا د خبرو هڅې په حقیقت کې د دغه هېواد له پخواني دریځه بدل ښکاري ځکه تېر وخت یې ټینګار کاوه چې له طالبانو سره هر ډول خبرې باید د افغان حکومت له لوري وشي.

د جولای په میاشت کې د اسیا په برخه کې د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت مرستیالې الیس ویلز په یوه نارسمي لیدنه کې په قطر کې د طالبانو له سیاسي استازیو سره وکتل.

د نیویارک ټایمز په لیکنه د امریکا له نوي دریځ سره سره د دغه هېواد چارواکي ټینګار کوي چې د سولې هر ډول پروسه به د افغانانو په مالکیت او رهبرۍ مخته یوړل شي.

د امریکا دفاع وزیر جیم متیس د امریکا د پوځ د لوی درستیزانو د کمېټې له مشر جنرال جوزیف ډنفورډ سره یوځای د جمعې په ورځ کابل ته ولاړ.
د امریکا دفاع وزیر جیم متیس د امریکا د پوځ د لوی درستیزانو د کمېټې له مشر جنرال جوزیف ډنفورډ سره یوځای د جمعې په ورځ کابل ته ولاړ.

ورځپاڼه وړاندې لیکي چې جیم متیس سږ کال یو وار مخکې هم په مارچ میاشت کې کابل ته راغلی و.

نیویارک ټایمز استدلال کوي چې د امریکا دفاع وزیر اوس توانیدلی څو د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وهڅوي څو د هغو جمهوري غوښتونکو په وړاندې ودریږي چې له افغانستانه په وتلو ټینګار کوي.

جیم متیس مخکې له دې ویلي و چې په افغانستان کې د خبرو د پیل لپاره ډېره لیوالتیا تر سترګو کیږي. د هغه په خبره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په کابل کې د امریکا په سفارت کې یو شمېر کارکوونکي یواځې او یواځې د سولې د هڅو د مخته وړلو لپاره زیات کړي دي.

  • وال سټریټ ژورنال

متیس کابل ته ناڅاپي سفر وکړ څو نوی امریکايي قومندان او افغان مشران وګوري

وال سټریټ ژورنال ورځپاڼې په همدې عنوان یوه مقاله لیکلې ده.

د امریکا دفاع وزیر جیم متیس د امریکا د پوځ د لوی درستیزانو د کمېټې له مشر جنرال جوزیف ډنفورډ سره یوځای د جمعې په ورځ کابل ته ولاړ.

ورځپاڼه لیکي د ټرمپ اداره په دې لټه کې ده چې ژر له طالبانو سره خبرې پيل شي په داسې حال کې چې د جګړې په ډګر کې یې هم پر هغوی فشارونه جاري ساتلي دي.

وال سټریټ ژورنال:د ټرمپ اداره په دې لټه کې ده چې ژر له طالبانو سره خبرې پيل شي په داسې حال کې چې د جګړې په ډګر کې یې هم پر هغوی فشارونه جاري ساتلي دي
وال سټریټ ژورنال:د ټرمپ اداره په دې لټه کې ده چې ژر له طالبانو سره خبرې پيل شي په داسې حال کې چې د جګړې په ډګر کې یې هم پر هغوی فشارونه جاري ساتلي دي

د وال سټریټ په خبره متیس داسې وخت کابل ته سفر وکړ چې د طالبانو او نورو وسله والو ډلو په وړاندې د اولس کلنې جګړې د مخته وړونکو افغان او امریکايي مشرانو په لیکو کې ګډوډي ده.

ورځپاڼه لیکي تېره یکشنبه امریکايي جنرال سکاټ میلر په افغانستان کې د امریکايي او ناټو ځواکونو قومنده په لاس کې واخیسته.

وال سټریټ ژورنال: د ټرمپ اداره په دې لټه کې ده چې ژر له طالبانو سره خبرې پيل شي

هغه قومندان چې د وال سټریټ ژورنال په خبره د خپلې تاییدۍ په وخت یې د پخوانیو قومندانانو له لیدلوري په تفاوت سره ژمنه وکړه چې هیڅکله به د وضعیت د ښیګڼې ادعا ونه کړي خو تر هغه وخته چې په رښتیا وضعیت په ښه کېدو نه وي.

وال سټریټ ژورنال د افغان ولسمشر د ملي امنیت د سلاکار حنیف اتمر د استعفی متن ته هم اشاره کړې چې په خبره یې د حکومت له مشرتابه سره د پالیسیو او نظریاتو د اختلاف په خاطر دنده پرېښوده.

XS
SM
MD
LG