د برتانیا متحدانو د ملګروملتونو د امنیت شورا په پرونۍ غونډه کې له دې هېواد څخه په کلکه ملاتړ وکړ او له مسکو څخه یې غوښتنه وکړه چې د روسیې د استخباراتو پر پخواني جاسوس او د هغه پر لور د کیمیاوي حملې په اړه موثق شواهد ومني.
پر سیرګي سکريپال او د هغه پر لور یولیا سږکال په مارچ میاشت کې په برتانیا کې کیمیاوي حمله وشوه.
د برتانیا غوښتنه دا وه چې د امنیت شورا غونډه جوړه شي څو په پېښه کې د دوو ښکېلو تورنو کسانو د نیولو د حکم په اړه معلومات ورکړي.
برتانوي چارواکو له دې غونډې یوه ورځ مخکې د سکريپال د مسمومولو په قضیه کې د تورنو کسانو د نیولو حکم صادر کړ.
په ملګروملتونو کې د برتانیا سفیرې کارین پییرس Karen Pierce د امنیت شورا غونډې ته وویل، د برتانیا حکومت، د پولیسو او څارنوالۍ له تحقیقاتو وروسته پوه شو چې د دې دوو روسي وګړو په اړه کافي مستند شواهد شته څو پر ضد یې دعوه اقامه کړي.
د برتانیا د امنیت وزیر: دې کسانو د GRU په نوم د روسیې د پوځي استخباراتو د ادارې لپاره کار کاوه
د برتانیا د امنیت وزیر بن والاس پرون له سکای نیوز ټلویزیوني چینل سره په مرکه کې وویل چې دې کسانو د GRU په نوم د روسیې د پوځي استخباراتو د ادارې لپاره کار کاوه:
" جي- آر- یو د روسیې په دفاع وزارت پورې تړلې استخباراتي اداره ده او دې کسانو په جي آر یو کې د افسرانو په توګه کار کاوه. دوی د دې ماموریت لپاره ګومارل شوي وو. جي آر یو د روسیې دفاع وزارت او دفاع وزارت ولسمشر ته مسوولیت لري نو ځکه فکر کوم چې د روسیې د حکومت د لوړو پوړیو چارواکي په دې پریکړه کې ښکېل وو."
په ملګروملتونو کې د روسیې سفیر واسیلي نیبیزیا پرون یوځل بیا د سکریپال د مسمومولو په قضیه کې د خپل حکومت لاس لرل رد کړل. نیبیزیا د امنیت شورا په غونډه کې وویل چې ده د برتانیا له استازې څخه کومه نوې خبره نه ده اورېدلې او زیاته یې کړه چې پر مسکو لګیدلي ټول تورونه بې بنسټه او دروغ دي.
د امنیت شورا له غونډې مخکې د برتانیا، متحدایالاتو، کاناډا، جرمني او فرانسې د دولتونو مشرانو د سکریپال د مسمومیت د قضیې په اړه د برتانیا د حکومت له خوا د شویو څیړنو پر نتایجو بشپړ ډاډ څرګند کړ.
د برتانیا د حکومت د څیړنو نتایج ښيي چې د سږکال په مارچ میاشت کې په برتانیا کې پر سکریپال او د هغه پر لور کیمیاوي حمله په غالب ګومان د روسیې د حکومت په تایید ترسره شوې ده.