د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۳۵

ګارډین: حقاني ډله د وسله‌والو یوه له پیاوړو شبکو څخه ده


یو شمېر نړیوالو ورځپاڼو د حقاني شبکې د مشر جلال‌الدین حقاني د مړینې د خبر په اړه لیکنې خپرې کړې دي.

  • نیویارک ټایمز

نیویارک ټایمز په دې اړه په خپره کړې مقاله کې لیکي چې افغان چارواکي په دې باور دي چې جلال‌الدین حقاني لږ تر لږه څلور کاله مخکې مړ شوی دی او طالبانو د دې خبر د خپرېدو لپاره مناسب وخت ته کتل.

ورځپاڼه وړاندې د یوه افغان مقام په وینا څرګندوي چې د حقاني د مرګ خبر ښایي پاکستان ته د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو د وزیر له سفر سره ارتباط ولري.

ټاکل شوې ده چې مایک پامپیو د چهارشنبې په ورځ اسلام‌اباد ته ولاړ شي.

نیویارک ټایمز: د حقاني د مرګ خبر ښایي پاکستان ته د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو د وزیر له سفر سره ارتباط ولري.
نیویارک ټایمز: د حقاني د مرګ خبر ښایي پاکستان ته د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو د وزیر له سفر سره ارتباط ولري.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت حقاني شبکه رسماً یوه ترورېستي شبکه ګنلې ده.

  • ګارډین ورځپاڼې​

د لوېدیځ بله ورځپاڼه ګارډین لیکي چې دغه ډله په ۲۰۱۲ کال کې د امریکا د متحده ایالاتو له لوري د یو ترورېستي سازمان په توګه ومنل شوه.

حقاني ډله په ۲۰۱۲ کال کې د متحده ایالاتو له لوري د یو ترورېستي سازمان په توګه ومنل شوه.

​ورځپاڼه لیکي چې حقاني ډله په افغانستان کې د وسله‌والو یوه له پیاوړو شبکو څخه ده.

ګارډین څرګندوي چې په ۲۰۱۵ کال کې هم د جلال‌الدین حقاني د مړینې خبرونه خپاره شوي وو، خو له څو کلونو راپه دې خوا د ده له خولې خبرونه نه‌دي خپاره شوي.

  • ټلګراف ورځپاڼې

ټلګراف ورځپاڼې هم په همدې اړه په خپره کړې مقاله کې لیکلي دي چې د جلال‌الدین حقاني د مړینې اوازې پخوا هم خپرې شوې وې، خو دا معلومه نه‌ده چې دی کله مړ شوی دی ځکه چې په ۲۰۰۸ او ۲۰۱۵ کلونو کې هم د ده د مړینې اوازې خپرې شوې وې.

دغه ورځپاڼه بیا څرګندوي چې جلال‌الدین حقاني د القاعده شبکې د وژل شوي مشر اسامه بن لادن نږدې متحد و او د ده شبکه د طالبانو سخته ملاتړې ده.

د ټلګراف په باور حقاني شبکه د پاکستان په شمال لوېدیځ کې فعاله ده او د پاکستان له متحدانو څخه ګڼل کېږي.
د ټلګراف په باور حقاني شبکه د پاکستان په شمال لوېدیځ کې فعاله ده او د پاکستان له متحدانو څخه ګڼل کېږي.

د ټلګراف په باور حقاني شبکه د پاکستان په شمال لوېدیځ کې فعاله ده او د پاکستان له متحدانو څخه ګڼل کېږي.

ورځپاڼه لیکي چې واشنګټن بیا بیا د پاکستان له حکومته غوښتې دي چې دې ډلې ته اجازه ورنه‌کړي چې د پاکستان دننه فعالیت وکړي.

پاکستان تل دا تورونه رد کړي دي چې ترهګرو ته په خپله خاوره کې د فعالیت اجازه نه‌ورکوي.

XS
SM
MD
LG