د کابل چاپ نننیو ورځپانو د بېلابېلو موضوعاتو په اړه سرمقالې او مطالب خپاره کړي دي.
ويسا:
د ويسا ورځپانې په یوه مطلب کې لیکلي چې که انتخابات له کړکېچ سره مخ شي، نو د لویې جګرې له لارې به موقته اداره رامنځته شي.
ورځپانې د اجرائیه ریاست د دوهم مرستیال او د وحدت ګوند د مشر محمد محقق هغې خبرې ته اشاره کړې چې وايي، که د سیاسي ګوندونو غوښتنې ونه منل شي، د لویې جرګې او یاهم له کومې بلې لارې به د خلکو غوښتونو ته رسېدنه وشي.
ملي ارمان:
د ملي ارمان ورځپانې بیا د ښاورنو احتمالي سقوط او د مسؤلو بنسټونو د بې پروايۍ تر عنوان لاندې مقاله خپره کړې ده.
ورځپانه لیکي چې په غزني کې له حملې وروسته اوس د فراه، پکتیا، هلمند او فاریاب ولایتونو د ښارونو د احتمالي سقوط په اړه اندېښنې زیاتې شوې دي.
وړاندې په مطلب کې راغلي چې پر غزني د طالبانو حملې د دغې ډلې بده څېره روښانه کړه، خو اوس هم امنیتي بنسټونه هېڅ کومه جدي برنامه تر لاس لاندې نه لري.
د سرمقالې د لیکونکي په خبره، امنیتي بنسټونه د دې پرځای چې خلکو ته ډاډ وکړي چې بیا به د غزني او کندز په څېر بدې پېښې تکرار نه شي، خو برعکس په خپله د دفاع وزارت ویاند هم تأيیدوي چې یاد ولایتونه له ګواښونو سره مخ دي.
په مطلب کې وړاندې راغلي چې له سیمه يیزو هېوادونو سره د طالبانو سیاسي اړیکو د دوی په ایډیالوژیک فکر اغېز نه دی کړی او همدغه فکر له دوی سره مرسته کوي چې خپلو موخو ته ورسېږي، نو ځکه په افغانستان کې د دوی حاکمیت او د ښې راتلونکې په اړه لید لوري منفي دي.
سرخط:
د سرخط ورځپانې په یوه مطلب کې د هلمند د سولې په ولسي حرکت تبصره کړې او همدا راز یې له دوی سره په بغلان کې د بد چلند په اړه ویلي دي.
وړاندې په مطلب کې راغلي چې که څه هم د بغلان لپاره د طالبانو د والي معاون له دوی څخه وروسته بښنه غوښتې، خو د سولې له ولسي حرکت سره چې په هېڅ جریان او ډلې پورې اړه نه لري، دا ډول چلند د انساني اصولو خلاف عمل دی.
انیس:
د انیس دولتي ورځپانې د فساد پر وړاندې د مبارزې او د هغې د پایلو په اړه سرمقاله خپره کړې ده.
د سرمقاله لیکونکي په خبره، فساد سرطاني غدې ته ورته ده چې د ټولنې په ټولو اړخونو یې بد اغېز کړی دی.
وړاندې په مطلب کې راغلي چې په افغانستاتن کې د حکومتوالۍ د هرې ورځې په تېردو، په فساد کې ښکېله مافیا لا پسې قوي کېږي او فساد پراخېږي چې بدو پایلو یې د خلکو په ورځني ژوند بد اغېز کړی او د حکومت د پلانو مخه یې ډب کړې ده.
سرمقاله لیکونکی د مطلب په اخر کې وايي چې د فساد پر وړاندې مبارزه اسانه او ساده نه ده، خو د دغې پدیدې د لمنځه وړلو لپاره د حکومت، خلکو او د نړیوالو بنسټونو جدي مرستې ته اړتیا ده.