د کندز د دشت ارچي ولسوالۍ خلک د دغې ولسوالۍ پر لویه لار د وسلهوالو غلو له شتونه سر ټکوي او وايي چې سیمهییز چارواکي د دغې لارې د امنیت د ساتلو په برخه کې پاتې راغلي دي.
د دغې ولسوالۍ د لويې لارې موټر چلوونکي او سپرلۍ وايي چې له څو کالو راهیسې دوی له دغې ستونزې سره لاس او ګرېوان دي او د دې ولایت سیمهییز چارواکي د نوموړې ولسوالۍ د امنیت د تأمینولو او د لارې د خوندیتوب په برخه کې پاتې راغلي.
د نوموړې ولسوالۍ دوو تنو اوسېدونکو سید رحمان او عبدالجلیل په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:
"نن سهار له ارچي څخه کندز ته راتلم، د دشت ارچي ولسوالۍ د کفترخانې په سیمه کې پر سړک وسلهوال غله ولاړ وو او ډېر موټرونهیې درولي وو او ټول خلکیې لوټ کړل، له څو کالو راهیسې موږ له دې ستونزو سره مخ یوو، خو دولت تر اوسه پورې ورته رسېدنه نهده کړې."
"وروره! تېر مازیګر په خپل موټر کې د کندز په لور راروان وم او په لاره کې وسلهوالو غلو ودرولم، نغدې روپۍ، ټيلیفونونه او ټول شتهیې راڅخه واخیستل او بیا يې خوشې کړم، د دې لارې په اوږدو کې غلاوې ټول اربکیان کوي، موږ پر دولت غږ کوو چې د دغې لارې امنیت دې تأمین کړي."
د دشت ارچي ولسوالۍ ګڼ شمېر خلک وايي چې وسلهوال غله له خلکو نغدې روپۍ، قیمتي توکي او ګرځنده ټيلیفونونه اخلي او که څوک سرغړونه وکړي، نو وهل ټکول هم پهکې شته او له مېرمنو څخه د سرو زرو د لاس کرې، ګوتې او ګاڼې هم خلاصوي.
د نوموړې ولسوالۍ دوو تنو اوسېدونکو محمد اعظم او انور خان په دې اړه ازادي راډيو ته وویل:
"له ډېرې مودې راهیسې د دغې ولسوالۍ پر لویه لار وسلهوال غله خلک ځوروي او هر څه ورڅخه اخلي او حتی ښځې هم تلاشي کوي، ګوتې، غوږوالۍ او کرې ورڅخه خلاصوي او ډېری وخت خلک د غلو له وېرې د تخار ولایت له لارې کندز ته راځي او دغې مسئلې خلک له بېلابېلو ننګونو سره مخ کړي دي."
"زه د دشت ارچي ولسوالۍ د لین موټروان یم او د ورځې څو ځلې وسلهوال غله سړک ته راوځي او له خلکو هر څه د وسلو په زور لوټوي."
دوی د کندز پر سیمهییزو چارواکو غږ کوي چې د دې ولسوالۍ د لارې د تأمینولو په برخه کې کوټلي ګامونه پورته کړي، ترڅو خلک په ډاډه زړه پرې تګ راتګ وکړي.
په ورته وخت کې د کندز د دشت ارچي ولسوال نصرالدین سعدي هم د خلکو ستونزې مني او وايي چې دوی په نږدې ورځو کې د دغې لارې په اوږدو کې تصفیوي عملیات پیلوي او دغهراز د امنیت د لا ښهوالي په هدف، د دې ولسوالۍ د لارې په اوږدو کې یو شمېر نوې امنیتي پوستې هم جوړوي.
د یادونې وړ ده چې له دې وړاندې هم د نوموړې ولسوالۍ خلکو د یادې ولسوالۍ پر لویه لار د وسلهوالو غلو له شتونه شکایتونه کړي وو، خو د دشت ارچي ولسوالۍ اوسېدونکي وايي چې لا تر اوسه پورې دغې ستونزې ته د چارواکو له لوري رسېدنه نهده شوې.
راپور: اجمل ارین