د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۰

سرخط: هدفي وژنو ان د جګړې په ډګر کې د سرتېرو لاسونه ورتړلي


د کابل ورځپاڼو نن په خپلو ګڼو کې تر ډېره په افغانستان کې د ځان وژونکو حملو او هدفي وژنو د زیاتېدو په اړه د سیګار پر وروستي راپور بحثونه کړي دي.

  • دنیا

دنیا ورځپاڼې په خپل لومړي مخ کې د سیګار دا راپور راخيستی چې امنیتي پېښو ته په اشارې سږ کال په افغانستان کې د ځان وژونکو حملو او هدفي وژنو زیاتېدو ته اشاره کوي.

ورځپاڼې وړاندې لیکلي دي چې د سیګار په راپور کې راغلي دي چې سږ کال په هدفي وژنو کې په سلو کې ۳۵ او په ځان وژونکو حملو کې په سلو کې ۷۸ زیاتوالی راغلی دی.

خو د ورځپاڼې په وینا، د سیګار په راپور کې سږ کال په افغانستان کې په مجموعي توګه د امنیتي پېښو کمېدو ته اشاره شوې او ویل شوي، د ملګرو ملتونو یوه څېړنه ښيي چې د تېر کال په پرتله سږ کال په امنیتي پېښو کې په سلو کې ۷ کمی راغلی دی.

  • سرخط

سرخط ورځپاڼې بیا د سیګار راپور ته په اشارې په خپله سرلیکنه کې په کابل کې د هدفي وژنو د پېښو زیاتېدو ته اشاره کړې او لیکلي یې دي چې حکومت‌یې باید د مخنیوي لپاره جدي ګامونه پورته کړي.

ورځپاڼه لیکي چې هدفي وژنې به پخوا په لیرو پرتو سیمو کې روانې وې، خو اوس‌یی لړۍ تر کابله رارسېدلې.

ورځپاڼې په کابل کې د هدفي وژنو ځینو پېښو ته په اشارې لیکلي چې څه موده مخکې په مکروریانو کې د ځانګړو ځواکونو قوماندان عزیز الله کاروان ووژل شو، څو ورځې مخکې په خوشحال خان مېنه کې دوه کسان او له هغې وروسته د پوځي چارو یو کارپوه زلمی وردګ په خپل کور کې په مرموز ډول ووژل شو او همدا وړمه ورځ دوه پیلوټان په رڼا ورځ وویشتل او ترور شول.

ورځپاڼه لیکي چې هدفي وژنو ځینې سترې ستونزې راولاړی کړې دي او ان د جګړې په ډګر کې یې د سرتېرو لاسونه ورتړلي دي.

ورځپاڼې وړاندې دا ادعا کړې چې ځینو سرچینو ورته ویلي چې د فراه د جګړې پر مهال طالبانو د هوایي ځواک پیلوټانو ته په ټيلیفون خبرداري ورکړي وو، که‌یې په جګړه کې دوی ته مرګ ژوبله واړوله، نو د کورنۍ غړي او ماشومان به‌یې په نښه کړي.

ورځپاڼه شک څرګندوي چې ممکن وړمه ورځ په کابل کې د دوو پیلوټانو وژنه ښایي د همداسې کومې کیسې زېږنده وي.

  • هېواد

هېواد دولتي ورځپاڼې لیکلي چې د سیګار په راپور کې چې پرون خپور شوی، په ځان وژونکو او هدفي وژنو کې د زیاتوالي سربېره د افغانستان امنیتي حالات هم بې‌ثباته ښودل شوي دي.

ورځپاڼه لیکي چې له دې سره سره سږ کال په امنیتي پېښو کې په مجموعي ډول کمی راغلی دی او هره ورځ په اوسط ډول تر ۶۳ زیاتې پېښې ثبت شوي، حال دا چې تېر کال دا شمېر ۶۹ و.

  • ملي ارمان

ملي ارمان ورځپاڼې هم خپله سرلیکنه د سیګار راپور ته ځانګړې کړې او لیکلي یې دي چې په ځان وژونکو حملو او هدفي وژنو کې د زیاتوالي لپاره د هېواد کشفي ادارې مقصرې دي.

ورځپاڼه لیکي چې اکثره انتحاري حملې په ګاونډي پاکستان کې پلانېږي او حمله کوونکي هم له هغه ځایه راځي او هدف ته ځان رسوي.

خو ورځپاڼې لیکلي، دا چې دغه حمله کوونکي په څه ډول له پاکستانه په افغانستان کې دننه ان تر پلازمېنې ځانونه رارسوي، د هېواد د کشفي ادارو په اړه ځینې پوښتنې راولاړی کړې دي.

ورځپاڼه لیکي چې د سیګار په راپور کې د هدفي وژنو په سلو کې ۳۵ زیاتېدو ته هم اشاره شوې، خو افغان حکومت او په تېره بیا د کورنیو چارو وزارت‌یې د مخنیوي لپاره کوم ځانګړی پلان نه‌لري او وژونکي ښه په ارامۍ سره خپل اهداف په نښه کوي او له‌منځه یې وړي.

XS
SM
MD
LG