د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۱۹

د ملګرو ملتونو امنیت شورا په سوریه کې پر بشري وضعيت بحث وکړ


په سوریه کې اووه کلنې کورنۍ جګړې او په دې هېواد کې پراخېدونکي بشري بحران د ملګرو ملتونو چارواکي اندېښمن کړي دي.

د ملګرو ملتونو د بشري عملیاتو د همغږۍ مسؤل جان ګېنګ د سه شنبې په ورځ د دې سازمان د امنیت شورا ته په څرګندونو کې وویل، د سوریې په شمالي ښار ادلیب کې د دې هېواد د حکومت پوځي عملیات دومره جدي دي چې کولای شي د سوریې په اووه کلنه کورنۍ جګړه کې یو لوی بشري ناورین رامنځته کړي.

ښاغلي ګېنګ زیاته کړه:

"په تېرو اوونیو کې ما په شمال لوېدیځ کې د ادلیب، حلب، حما او لاذیقیه ښارونو د بمباریو او توغندیو د بریدونو په منځ کې ډېر بد بشري وضعیت ولید چې د ملکیانو د وژل کېدو او ټپي کېدو سبب شو. همدارنګه د ښوونځیو او روغتونونو په شمول غیر نظامي تأسیسات هم ویجاړ شول چې د بشري مرستو د رسونې د سازمانونو لپاره‌یې شرایط نور هم ستونزمن کړل."

د سوریې د حکومت تر واک لاندې سیمو کې سلګونه زره کسان د مرستو په تمه ژوند تېروي.
د سوریې د حکومت تر واک لاندې سیمو کې سلګونه زره کسان د مرستو په تمه ژوند تېروي.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږه کوونکي همدارنګه وویل چې د سوریې د حکومت تر واک لاندې سیمو کې سلګونه زره کسان د مرستو په تمه ژوند تېروي.

نوموړي د حکومت د مخالفو وسله‌والو تر واک لاندې سیمو کې هم د اړمنو کسانو شمېر تر دوو میلونو زیات یاد کړ.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو دې چارواکو له مرسته کوونکو هېوادونو وغوښتل چې په سوریه کې بشري چارو ته پاملرنه زیاته کړي څو په دې هېواد کې د یو ستر بشري ناورین مخه ونیول شي.

د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې د امریکا او بریتانیا استازو د دې سازمان د بشري چارو د مسؤل له څرګندونو وروسته په سوریه کې د بشري وضعیت په اړه اندېښنه وښوده.

د سوریې جګړه د ۲۰۱۱ م کال د اپرېل له میاشتې څخه پیل شوې ده.
د سوریې جګړه د ۲۰۱۱ م کال د اپرېل له میاشتې څخه پیل شوې ده.

​په ملګرو ملتونو کې یو امریکايي ډیپلومات ویلي، واشنګټن د سوریې د رژیم له‌خوا د کیمیاوي وسلو د کارولو پر احتمال اندېښنه لري.

خو دلته روسیې چې د بشار اسد د رژیم نږدې متحد دی استازي یې د سوریې د حکومت دفاع وکړه.

یو امریکايي ډیپلومات: واشنګټن د سوریې د رژیم له‌خوا د کیماوي وسلو د کارولو پر احتمال اندېښنه لري.

​په ملګرو ملتونو کې د روسیې استازي واسیلي نبنزیا وویل، په سوریه کې وضعیت د ثبات خوا ته روان دی او د کډوالو د بېرته ورستنېدو لپاره امنیتي ډاډ ورکړل شوی دی.

د سوریې جګړه چې د ۲۰۱۱ م کال د اپرېل له میاشتې څخه پیل شوې ده، تر اوسه په‌کې تر ۳۵۰ زرو زیات کسان وژل شوي او میلونونه نور هم ګاونډیو هېوادونو او یا د سوریې نسبتاً امن سیمو ته کډه شوي دي.

XS
SM
MD
LG