د لاسرسي لېنکونه

جمعه ۳۰ وږی ۱۳۹۷ کابل ۱۰:۰۳

خلک: ارزګان کې طالبان پر وژل شویو افغان سرتېرو تېزاب شيندي


د ارزګان ولایت مرکز ترینکوټ یو شمېر اوسېدونکو ازادي راډيو ته ادعا وکړه چې په دغه ولایت کې وسله‌وال طالبان چې کله افغان سرتېري ژوندي ونیسي، نو تر وژلو وروسته تېزاب ورباندې شيندي، څو دغه جسدونه خپل رنګ واړوي او خراب بوی وکړي او خلک ترې نفرت وکړي.

دیني علماء دغه عمل غندي او د اسلام سره‌يې په ټکر کې بولي.

وسله‌وال طالبان دغه ادعا ردوي او وايي چې دوی بشري حقونو ته درناوی لري.

په دي اړه نور حال د ازادي راډيو د خبریال شریف‌الله شرافت په راپور کې اورېدای شئ.

د دې راپور د اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:05:06 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG