د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۰۷

عربستان د یوې ښځې په ګډون ۵ فعالان اعداموي


د سعودي عربستان لوی څارنوالي د بشري حقونو د پنځو فعالانو د اعدام غوښتنه کړې ده.

د بشري حقونو د څار ډله وایي، دا پنځه تنه د (شرقیه) ولایت دي او د ترهګرۍ پرضد یوه محکمه یې دوسیه څېړي.

په دې پنځو کسانو کې چې په اعدام محکوم شوې دي یوه هم د اسراء الغمام په نوم ښځه ده.

په سعودي عربستان کې فعالان وایي چې دا لومړی ځل دی چې په دغه هېواد کې ښایي د بشري حقونو د فعالیت په ارتباط یو ښځه اعدام شي.

مېرمن غمام د بلوا جوړونکو او مظاهره کوونکو په ملاتړ تورنه شوې ده.

په منځني ختیځ کې د بشري حقونو د څار ډلې مسوولې ساره لیا واټسن په یوې اعلامیې کې چې پرون یې خپره کړه وویل «هر اعدام وحشتناکه دی خو د اسرا الغمام په څیر کسانو لپاره د اعدام غوښتنه چې حتا د شخړو په ترسره کولو تورنه شوې هم نه ده ویرونکې ده».

په سعودي عربستان کې فعالان وایي چې دا لومړی ځل دی چې په دغه هیواد کې ښایي د بشري حقونو د فعالیت په ارتباط یو ښځه اعدام شي
په سعودي عربستان کې فعالان وایي چې دا لومړی ځل دی چې په دغه هیواد کې ښایي د بشري حقونو د فعالیت په ارتباط یو ښځه اعدام شي

رویټرز اژانس لیکي چې په لندن کې د القسط په نوم د بشري حقونو یوه فعال د روانې اونۍ په پیل کې د الغمام قضیه رابرسیره کړه.

ریاض د دې راپور تر چمتو کیدو پورې په دې اړه تبصره نه ده کړې.

په سعودي عربستان کې مطلقه شاهي ده چې مظاهرې او د سیاسي ګوندونو جوړیدل منع دي

فعالان وایي، محاکمه لا روانه ده او کوم راپورونه چې په ټولنیزو رسنیو کې د اعدام د حکم په اړه خپاره شوې دي هغه یې رد کړې دي.

په سعودي عربستان کې مطلقه شاهي ده چې مظاهرې او د سیاسي ګوندونو جوړېدل منع دي.

خو ریاض په وروستیو کلونو کې د ځوان ولیعهد محمد بن سلمان په امر یو لړ ټولنیزو او اقتصادي اصلاحاتو ته مخه کړې ده، خو په ورته وخت کې د معترضانو او مخالفانو ځپل ادامه لري.

ریاض په وروستیو کلونو کې د ځوان ولیعهد محمد بن سلمان په امر یو لړ ټولنیزو او اقتصادي اصلاحاتو ته مخه کړې ده
ریاض په وروستیو کلونو کې د ځوان ولیعهد محمد بن سلمان په امر یو لړ ټولنیزو او اقتصادي اصلاحاتو ته مخه کړې ده

تېر کال په لسګونو مذهبي مشران، مفکران او د حقونو فعالان د هغو ښځو په ګډون چې د موټر چلولو د حق ترلاسه کولو لپاره یې مبارزه کوله، ونیول شول.

د نومبر په میاشت کې د سلطني کورنۍ یوشمیر غړي، وزیران او تاجران د اداري فساد په تور توقیف شول چې بهرني پانګه وال او د ریاض متحدان یې حیرانه کړل.

اکثر نیول شوي کسان وروسته تر دې چې له حکومت سره یې په مالي برخه کې موافقې وکړې بیرته خوشي شول خو د دې جوړجاړیو حال چا ونه وایه.

اسراء الغمام چې په اعدام محکومه شوې ده شیعه ده دې په شرقیه ولایت کې په ۲۰۱۱ کال کې د مظاهرو اسناد راغونډ کړي وو.

تیرکال په لسګونو مذهبي مشران، مفکران او د حقونو فعالان د هغو ښځو په ګډون چې د موټرچلولو د حق ترلاسه کولو لپاره یې مبارزه کوله، ونیول شول
تیرکال په لسګونو مذهبي مشران، مفکران او د حقونو فعالان د هغو ښځو په ګډون چې د موټرچلولو د حق ترلاسه کولو لپاره یې مبارزه کوله، ونیول شول

دا او د دې مېړه په ۲۰۱۵ کال کې په خپل کور کې ونیول شول.

په عربستان کې شیعه لږ دي او دوی په شرقيه ولایت کې چې ډېرې زېرمې پکې دي، ژوند کوي.

ځیني شیعه شکایت لري چې حکومت دوی نه پرېږدي چې خپل دیني مراسم ترسره کړي او مداخله پکې کوي، همداراز دا شکایت لري چې دوی ته د زده کړو او کار سم فرصت نه ورکول کیږي، خو ریاض دا تورونه ردوي.

د عربستان حکومت مخکې هم یوشمیر شیعه د سیاسي فعالیتونو له امله اعدام کړي دي.

ریاض داسې فکر کوي چې له ایران سره د دښمني لپاره د دوی خپل شیعه ترې ناراضه دي او تهران تورنوي چې د عربستان دننه د ناکراریو لپاره هلې ځلې کوي.

XS
SM
MD
LG