د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۲۶

په اندونیزیا کې د ۲۰۱۸ کال اسیايي لوبې پیل شوې


په اندونیزیا کې پرون شنبه د اسد ۲۷مه د ۲۰۱۸ میلادي کال اسیايي لوبې پیل شوې.

د لوبو د پیل رسمي مراسم د اندونیزیا د پلازمېنې، جاکارتا په بونګ کارنو لوبغالي کې ترسره شول.

په سټدیوم کې پرون ۴۲۰۰۰ کسان د نندارې لپاره راغونډ شوي وو.

په دې مراسمو کې د اندونیزیا ولسمشر، جوکو ویدودو هم ګډون درلود.

د مسابقو دا لړۍ به دوه اوونۍ دوام وکړي.

د دې سیالیو دوهم پړاو به د اندونیزیا د جنوبي ولایت، سوماترا په مرکز پالیمبانګ کې ترسره شي.

د ۲۰۱۸ میلادي کال په اسیایي لوبو کې له اسیايي هېوادونو څخه په ۴۰ ورزشي برخو کې ورزشکاران ګډون لري.

په جاکارتا کې پرون د اسیایي لوبو په پیل کې د ولسونو پرېډ د افغانستان ورزشکارانو پیل کړ.

مخکې تر دې چې د افغانستان ورزشکاران پر سټډیوم پرېډ پیل کړي، تقریباً ۱۵۰۰ نڅاګرو چې د اندونیزیا ملي جامې یې اغوستې وې، د نڅا پروګرام ترسره کړ.

کله چې د شمالي او جنوبي کوریا ګانو ورزشکاران له خپل بیرغ سره پر سټدیوم تېرېدل، خلکو په چکچکو او نارو بدرګه کړل.

د دواړو کوریاګانو ۱۰۰۰ ورزشکاران په سپین او اسماني یونیفورم کې، لاس په لاس په لوبغالي کې تېر شول.

په دې مراسمو کې زیاته هڅه شوې وه چې د اندونیزیا فرهنګ خلکو ته وروښودل شي.

د راپورونو په حواله، له ۴۵ اسیايي هېوادونو څخه ۱۸۰۰۰ ورزشکاران او ورسره ملګري چارواکي اندونیزیا ته تللي دي.

د اسوشیټېډ پرس په حواله، زرګونه هنرمندانو پرون مختلف پروګرامونه جوړ کړي وو او د اندونیزیا د بېلابېلو توکمونو د فرهنګي ارزښتونو څرګندونه‌یې کوله.

اندونیزیا تر ۲۶۰ میلیونه زیات نفوس لري.

دا د وګړو د شمېر له پلوه، د نړۍ تر ټولو ګڼ مېشتی اسلامي هېواد دی.

اندونیزیا په اسیا کې د فرهنګي تنوع او سوله خوښوونکي ولس په خاطر هم مثال بلل کېږي.

په هغه هېواد کې لسګونه مختلف قومونه ژوند کوي.

د ۲۰۱۸ میلادي کال د اسیايي لوبو د تنظیم د کمېټې مشر، اېرېک توهېر اسوشیټېډ پرس ته پرون وویل:

"موږ غواړو چې د خپل هېواد د مختلفو توکمونو فرهنګي ارزښتونه خلکو ته ورښکاره کړو او خپل انساني ارزښتونه ولمانځو."

اسیايي لوبې اول وار په ۱۹۵۱ میلادي کال کې د هند په پلازمېنه، نوې ډېلي کې ترسره شوې وې.

دا لوبې هم د المپیک د مسابقو په څېر، په څلورو کلونو کې یو وار کېږي.

وروستی وار جنوبي کوریا د دې لوبو کوربنه وه.

XS
SM
MD
LG