د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۲۴

واشنګتن پُسټ:په کابل کې بمي برید د اقلیت شیعه ځوانانو په وړاندې ګواښ ښکاره کوي


  • واشنګتن پُسټ

واشنګتن پُسټ ورځپاڼې په دې عنوان یو مطلب لیکلی چې: په کابل کې په یوه ښوونیز مرکز کې بمي برید د اقلیت شیعه ځوانانو په وړاندې ګواښ ښکاره کوي.

ورځپاڼه وايي د کابل د لویدیځ د وروستي برید یوه ویرجنه نولس کلنه ثریاسمر وايي خوندي نه دي. سمر وړاندې ویلي هر کله چې یوه پېښه کیږي دوی امنیت غواړي خو بیا هیڅ بدلون نه راځي.

واشنګتن پُسټ د دې ځوانې نجلۍ په حواله لیکي چې د کابل په دهمزنګ کې د دوو کلونو مخکې برید راوروسته د دې په خبره حکومت د دوی د خوندیتوب لپاره هیڅ کوم کار نه دی کړی.

ثریا سمر: حکومت د خلکو د خوندیتوب لپاره هیڅ کوم کار نه دی کړی

په دې پېښه کې چې دوه کاله مخکې د روشنايي غورځنګ په پلویانو وشوه څه باندې اتیا کسان ووژل شول او لسګونه نور ټپیان شول.

  • نیویارک ټایمز

نیویارک ټایمز هم په کابل کې د موعود په ښوونیز مرکز کې برید ته پام اړولی دی.

د ورځپاڼې په لیکنه د دې ښوونیز مرکز ډېر شاګردان له لرې پرتو سیمو کابل ته راغلي و څو د کانکور په ازموینه کې د ګډون لپاره پوره چمتووالی ونیسي.

نیویارک ټایمز لیکلي چې دغو ځوانانو له خپلو کورنیو د میاشتني خرڅ په پس انداز سره په کابل کې په پنځلسو ډالرو باندې لیلیې کرایه کړې وې.

د موعود ښوونیز مرکز ډېر شاګردان له لرې پرتو سیمو کابل ته راغلي و څو د کانکور په ازموینه کې د ګډون لپاره پوره چمتووالی ونیسي
د موعود ښوونیز مرکز ډېر شاګردان له لرې پرتو سیمو کابل ته راغلي و څو د کانکور په ازموینه کې د ګډون لپاره پوره چمتووالی ونیسي

د ورځپاڼې په لیکنه د دغو ځلمیانو او پیغلو هېله دا وه چې د تعلیم له لارې له غریبۍ خلاص شي.

نیویارک ټایمز لیکلي نګینه د موعود ښوونیز مرکز د برید یوه قرباني ده چې د غزني له جاغوریو کابل ته راغلې وه.

نیویارک ټایمز : د دغو ځلمیانو او پیغلو هېله دا وه چې د تعلیم له لارې له غریبۍ خلاص شي

ورځپاڼې د پوهنتون د یوه استاد په حواله چې یوه کوټه یې نګینې ته په کرایه ورکړې وه لیکلي چې نګینه او مور یې دوه اوونۍ مخکې کابل ته راغلي و او ویل یې چې د نګینې پلار ناروغه دی او ورور یې هم په ایران کې مزدوري کوي.

د ورځپاڼې په لیکنه د نګینې مور هیله درلوده چې لور یې پوهنتون ووايي او بیا ښه دنده واخلي څو په مټ یې خپله کورنۍ له غریبۍ وژغوري.

XS
SM
MD
LG