د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۰۸

د تاجکستان حکومت پر بهرنیانو د برید په تړاو پنځه مشکوک کسان نیولي دي


د تاجکستان پولیسو پرون (د اګست په ۱۶مه) وویل، پنځه تنه مشکوک کسان یې تېره اونۍ په جنوبي ښار نارک کې نیولي دي.

په نارک کې- چې پر څلورو بهرنیو بایسکل ځغلوونکو د دوو تورنو بریدکوونکو ټاټوبی دی یو سیمه ایز چارواکي عبدالرحمن ګولوف ویلي چې نیول شوي کسان فرهاد دولتوف، پلار یې عبدالمومن او همداراز بختاور صلاح الدینوف، قیام الدین قربانف او بختیار صالحوف نومېږي.

دې چارواکي زیاته کړه چې تورن کسان له اصل الدین یوسپوف او د هغه له ورور جعفر سره چې د دې برید پرمهال له دوو نورو مشکوکو کسانو سره یوځای وژل شوي وو، د وټسپ د ټولنیزې شبکې په وسیله په تماس کې وو.

حسین عبدالصمدوف چې د دې مشکوکې تروریستي شبکې مشر ګڼل کېږي هم په مسکو کې کارګر و
حسین عبدالصمدوف چې د دې مشکوکې تروریستي شبکې مشر ګڼل کېږي هم په مسکو کې کارګر و

ګومان کېږي چې همدې کسانو به په جولای میاشت کې ۴ بهرني بایسکل ځغلوونکي وژلي وي.

دا د منځنۍ آسیا په تاریخ کې پر بهرنیو سیلانیانو تر ټولو خونړۍ حمله ګڼل کېږي. تاجک چارواکي وايي چې یوسپوف او ورور یې دا پنځه کسان چې اوس چارواکو نیولي دي په خپله تروریستي ډله کې شاملیدو ته هڅولي وو.

د نارک ښار مسوول عبدالرحمن ګلوف وايي، دا کسان تورن شوي چې ولې یې چارواکو ته د یوه پیښېدونکي جرم په اړه خبر نه و ورکړی. نوموړي همداراز زیاته کړه چې د تاجکستان شلو نورو وګړو ته هم، چې په روسیه کې کار کوي ویل شوي چې د تحقیقاتو لپاره هېواد ته راستانه شي.

دا د منځنۍ آسیا په تاریخ کې پر بهرنیو سیلانیانو تر ټولو خونړۍ حمله ګڼل کېږي

حسین عبدالصمدوف چې د دې مشکوکې تروریستي شبکې مشر ګڼل کېږي هم په مسکو کې کارګر و.

دې تروریستي ډلې په نارک ښار کې څلور بهرني بایسکل ځغلوونکي تر موټر لاندې کړل او وروسته له خپل موټر څخه را کوز شول او پاتې ژوندي کسان یې په چړو ووهل. په دې پېښه کې څلور تنه امریکایان، یو سویسی او یو هالنډی ووژل شول او درې نور بهرنیان ټپیان شول.

دې تروریستي ډلې په نارک ښار کې څلور بهرني بایسکل ځغلوونکي تر موټر لاندې کړل او وروسته له خپل موټر څخه را کوز شول او پاتې ژوندي کسان یې په چړو ووهل
دې تروریستي ډلې په نارک ښار کې څلور بهرني بایسکل ځغلوونکي تر موټر لاندې کړل او وروسته له خپل موټر څخه را کوز شول او پاتې ژوندي کسان یې په چړو ووهل

د دې حملې مسوولیت اسلامي دولت ډلې یا داعش ومانه او یوه ویډیو یې هم خپره کړه چې ۵ کسان پکې داعش ته بیعت کوي.

هغه کسان چې په دې ویډیو کې ښکاري له هغو تورنو سره چې تاجک چارواکو د مشکوکو تروریستانو په نوم پېژندلي او وايي له پولیسو سره په نښته کې وژل شوي ورته څېرې لري.

د دې حملې مسوولیت اسلامي دولت ډلې یا داعش ومانه او یوه ویډیو یې هم خپره کړه چې ۵ کسان پکې داعش ته بیعت کوي
د دې حملې مسوولیت اسلامي دولت ډلې یا داعش ومانه او یوه ویډیو یې هم خپره کړه چې ۵ کسان پکې داعش ته بیعت کوي

د تاجکسان حکومت ټینګار کوي چې د دې پنځه کسیزې شبکې غړي د تاجکستان د اسلامي نهضت د ممنوع ګوند غړي دي او دا

برید هم دې ډلې کړی دی خو د دې ګوند مشرتابه د حکومت ادعا بې بنسټه او غیرمنطقي بللې او رد کړې یې ده.

د تاجکستان اسلامي نهضت په منځنۍ آسیا کې یوازینی ثبت شوی ګوند و، چې حکومت درې کاله مخکې د هغه پر فعالیت بندیز ولګاوه. دې ګوند هغه مهال چې حکومت د یو تروریستي ګوند په توګه د هغه پر فعالیت بندیز لګاوه لسګونه زره غړي درلودل.

XS
SM
MD
LG