د القاعده ډلې په اړه د ملګرو ملتونو د راپور تر خپرېدو وروسته د افغانستان دفاع وزات وايي چې دغه ډله په افغانستان کې هم فعالیت لري، خو دومره د اندېښنې وړ نهده.
د دغه وزارت ویاند غفور احمد جاوید د پنجشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د زمري ۲۵» ازادي راډیو ته وویل چې افغان ځواکونو د القاعده ډلې ډېری مشران وژلي او په راتلونکي کې به هم د دغه ډلې د ځپلو لپاره له ټولو امکاناتو استفاده وکړي.
نوموړي زیاته کړه:
"په افغانستان کې له ۲۰ نه زیاتې ترورېستي ډلې فعالیت کوي چې نړیوالې ترورېستي ډلې هم پهکې شاملې دي، په دې کې القاعده هم شامله ده، دغه ډله له وړاندې هم له طالبانو سره همکاره وه او اوس هم فعالیت کوي، خو موږ د ټولو د ځپلو پر وړاندې جدي یو."
د ښاغلي جاوید په خبره په افغانستان کې له ۲۰ زیاتو ترورېستي ډلې فعالیت لري خو تر ټولو جدي هغهیې طالبان دي چې عملاً له افغان حکومت سره جګړه کوي او نورو ډلو تهیې هم د فعالیت زمینه برابره کړې ده.
دا په داسې حال کې ده چې تازه ملګرو ملتونو په یوه تازه خپور شوي راپور کې د القاعده ډلې د فعالیتونو په اړه اندېښنه ښودلې ده.
په دغه راپور کې راغلي چې القاعده په یمن، سومالیا او افغانستان کې فعاله حضور لري او د دغه هېوادونو د امنیت سربېره د نړۍ امنیت هم ګواښي.
په راپور کې دغهشان ویل شوي چې القاعده ډله په بېلابېلو هېوادونو کې له نورو ترورېستي ډلو سره همکاري کوي او په افغانستان کې هم له طالبانو سره اړیکې لري.
د ملګرو ملتونو په دغه راپور کې دا هم راغلي چې دا مهال د داعش یا اسلامي دولت ډلې په پرتله القاعده د نړۍ د امنیت لپاره ګواښوونکې ترورېستي ډله ده.
طالب ویاند ذبیحالله مجاهد له ازادي راډیو سره په خبرو کې دغه راپور رد کړ او ویېویل چې د دوی په سیمو کې بهرني اتباع نهشته او د القاعده غړي د عراق او سوریې له جګړې وروسته خپلو هېوادونو ته تللي دي.
په ورته وخت کې د ولسي جرګې د اداري پلاوي یو شمېر غړي بیا وايي، په افغانستان کې د ترورېستي ډلو د فعالیت د مخنیوي لپاره ضروري ده چې د دغه ډلو مالي سرچینې وچې شي.
د ولسي جرګې دوهم منشي عرفانالله عرفان ازادي راډیو ته وویل چې د افغانستان په ګاونډیو هېوادونو باید فشار راوړل شي چې په خپله خاوره کې ترورېستي ډلو ته د فعالیت اجازه ورنهکړي.
نوموړي زیاته کړه:
"د افغانستان د حکومت، نړیوالې ټولنې او ټولو دا مسؤلیت دی چې د هغو ډلو ریښې چې د افغانستان د ویجاړۍ لپاره هڅې کوي وچې کړي، تر څو چې د دغه ډلو مالي سرچینې وچې نهشي او استخباراتي ملاتړ یې لهمنځه یو نهوړل شي له بده مرغه په افغانستان کې به جګړه دوام کوي."
د پوځي چارو کارپوه باري عارض بیا له ازادي راډیو سره په خبرو کې اندېښنه وښوده چې په افغانستان کې د القاعده شبکې ګواښونه ورځ تر بلې مخ پر پراخېدو دي.
د ښاغلي عارض په خبره افغانستان ته د اسامه بن لادن د زوی د راتګ په اړه د یو شمېر راپورونو له خپرېدو سره سم دا وېره زیاته شوې چې ګواکې دغه ډله به خپلې چارې لا منسجمې او ګړندۍ کړي.
راپور: اکرامالله اکرام