د لاسرسي لېنکونه

جمعه ۳۰ وږی ۱۳۹۷ کابل ۰۵:۰۶

که پاکستان په تور لېست کې شامل شي له کومو بندیزونو سره به مخ شي؟


له ترورېزم سره د مالي مرستو د مخنیوي نړیوالې ډلې یا (FATF) چې پاکستان‌یې په خړ لېست کې شامل کړی، روانه اوونۍ پاکستان ته خپلې سرې کرښې اعلان کړې.

له پاکستان څخه د (FATF) لومړۍ غوښتنه دا ده چې په هر ډول چې کېږي د ترورېستي ډلو ملاتړ بس کړي.

پر دې سربېره پاکستاني چارواکي باید د اقتصادي فساد او پیسو سپینولو د مخنیوي لپاره کلک ګامونه واخلي او اجازه ورنه‌کړي چې له دې هېواده غیر قانوني پیسې انتقال شي.

د (اېف اې ټي اېف) ادارې مرکز په پاریس کې دی.

عصمت څاروان له افغان نظر خاوند ډاکتر اکبر وردګ سره چې په پاریس کې مېشت دی، مرکه کړې.

ډاکتر وردګ په پیل کې د دې ادارې او له پاکستان سره د هغې د استازو د وروستیو خبرو په اړه وویل:

د دې مرکې د اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:02:52 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG