د کونړ اوسېدونکي وايي، د بشري حقونو کمېسیون او نورې ادارې د جنګ او ترورېزم قربانیانو د ورځې او په نورو نومونو نمایشي لمانځغونډې جوړوي او تر اوسهيې یو قرباني ته هم داسې څه ونهکړل چې د هغه درد ته درمل شي.
د ترورېزم او جنګ قربانیانو او د هغوی د کورنیو د لمانځلو لهپاره په ختیځ کې د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون لهخوا په اسعداباد کې د چهارشنبې په ورځ غونډه جوړه شوې وه چې پهکې دیني عالمانو، قومي مشرانو فرهنګیانو او مېرمنو ګډون کړی وو.
ولسمشر غني هم ځايي دولتي چارواکو ته امر کړی و چې باید د بشري حقونو کمېسیون سره په لمانځغونډه کې پوره همکاري وکړي.
د غونډې اکثرو ګډونوالو خپله د بشري حقوقو خپلواک کمېسیون او پر نورو اړوندو ادارو نیوکې کولې چې ډېری کارونهيې نمایشي او د ورکشاپونو او غونډو پورې منحصر دي او تر اوسهيې د جنګ او ترورېزم قربانیانو سره هېڅ نهدي کړي.
ګوهر ساپی یې په اړه وايي:
"په عمل کې موږ ډېر کم داسې کارونه وینو چې ترسره کېږي، خو ډېری داسې غونډې جوړېږي چې یوازې څو کسان راغونډ کړي او څو انځورونه واخلي، فېسبوک او نورو رسنیو کې يې خپاره کړي. د جګړې قربانیانو او د هغوی کورنیو سره باید مرسته وشي، نه داسې چې یوازې نمایشي وي او بس."
حبیبالرحمن چې په جنګ کې يې خپله پښه له لاسه ورکړې وايي، روانو جنګونو او وژنو د سولې له راتلو ناهیلی کړی او هر څوک چې دې هېواد ته راغلی د جنګ بندولو پر ځای يې د ګرمولو هڅه کړې ده.
حبیبالرحمن وړاندې وویل:
"تمه مو نهشته چې پیدا شوي یو همدا جنګونه دي، حد اقل د دې هیلې درلودو توان هم نهلرو چې زموږ په ژوندانه به سوله راشي او جنګ به ختم شي. نه حقوق بشر او نه هم نړیواله ټولنه د جنګ بندولو لهپاره کار کوي."
د علماوو شورا مشر مولوي عبدالرحمن وویل، باید په نړیواله کچه د جنګ پای ته رسېدو لهپاره کار وشي.
هغه زیاته کړه:
"تاسو باید په نړیواله کچه د جنګ بندولو لهپاره کار وکړئ. دا داسې نهده چې دا ورځ ولمانځل شوه، عمل کې هېڅ نهشته عملي اقدام کول پهکار دي. عملي نتیجهيې څه شی دی؟ د سولې لهپاره زمینه برابره شي او د جنګ کولو لهپاره موانع موجودې شي. هغه هېوادونه چې ترورېزم ځواکمنوي، د هغوی مالي سرچینې دې کنګل شي."
په ختیځ کې د بشري حقوقو د خپلواک کمېسیون مشرې مېرمن صبرینا حمیدي د غونډې د ګډونوالو د نیوکو او شکایتونو په ځواب کې وویل:
"کله چې موږ د قرباني نوم اخلو که هغه د جنګ قرباني وي او که د نورو جرایمو قرباني وي. دا قرباني یو درد لري او دا درد ټولو افغانانو لیدلی دی. د بشري حقوقو کمېسیون د فقر لهمنځه وړلو او د کار موندنې لهپاره کار کوي چې دا ټول د ترورېزم د مخنیوي لاملونه دي او همدارنګه د قربانیانو د کورنیو د اقتصاد پیاوړتیا او د دوی د ژوند استمرار لهپاره به کار کېږي."
خلک وايي، څو چې په هېواد کې جنګ روان وي نه خلک له خپلو حقوقو برخهمند کېدای شي، نه جنګي مجرمینو ته سزا ورکول کېدای شي او نه هم د ترورېزم او جنګ قربانیان انصاف ترلاسه کولای شي، نو همدا لامل دی چې د هرې ورځې په تېرېدو سره د ترورېزم قربانیانو او جنګي مجرمینو شمېر زیاتېږي.
دوی وايي، پهکار دا ده چې لومړی د جګړې ختمولو او سولې راوستلو لهپاره رښتینې هلې ځلې وشي او بیا د ترورېزم قربانیانو ته د عدالت او جنګي مجرمینو ته د سزا ورکولو باندې کار وشي.
زما ژوند دا څو ساعته څو مینټه
ټول ګډوډ شو ستا د لاسه تور ګونګوټه
هېڅ ارام او سکون نهلرم له جنګه
لکه پروت چې وي سړی په سره سکروټه