د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وايي، خپلو پرېکړو ته اهمیت ورکوي او څوک باید هڅه ونهکړي چې دغه لړۍ ته زیان ورسوي.
د انتخاباتو خپلواک کمېسیون له ګوندونو او سیاسي جریانونو غواړي چې د انتخاباتو په ترسره کېدو کې دې همکاري وکړي او ټینګار کوي چې دغې پروسې ته زیان رسول د هېڅچا په ګټه نهتمامېږي.
ډېر ژر به د رأی ورکولو پاڼې هم چاپ شي.
د دغه کمېسیون د ویاند مرستیال ذبیح سادات د چهارشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د زمري ۲۴» ازادي راډیو ته وویل چې ډېر ژر به د رأی ورکولو پاڼې هم چاپ شي:
"د انتخاباتو خپلواک کمېسیون تل په مهمو مسایلو کې د سیاسي ګوندونو او جریانونو مشورې او نظرونه اخیستي او اوس چې دوی دغه غوښتنه مطرح کوي دا د پروسې له سلامتیا سره مرسته نهکوي، د انتخاباتو مهالوېش جوړ شو او اوس دغه مهالوېش او پرېکړې موږ ته اهمیت لري، په نږدې ورځو کې به یوه ځانګړې کمپنۍ د رأی ورکولو پاڼې هم چاپ کړي."
نوموړی وايي، دا چې د هرې ورځې په تېرېدو وخت ضایع کېږي له ننګونو سره د دغې پروسې د مخامخ کېدو هڅې باید ونهشي.
د انتخاباتو خپلواک کمېسیون روانه اوونۍ د ولسي جرګې د کاندیدانو وروستی نوملړ اعلان کړ او ويېویل چې د رأی ورکولو د پاڼو د چاپ لپاره چمتووالی نیسي.
د ګوندونو غوښتنې او وړاندیزونه اوس ډېرې عملي نهدي.
د رأی ورکوونکو د نوملیکنې د پروسې ابطال او د بایومټریک سیستم څخه په استفادې یې بیا پیل، د انتخاباتي نظام تغییر او د انتخاباتو له بهیره د سیاسي ګوندونو او د مدني ټولنو څارنه هغه غوښتنې دي چې سیاسي ګوندونهیې مطرح کوي.
خو اوس دغه ګوندونه وايي چې د غوښتنو د برخلیک تر معلومېدو به اجازه ورنهکړي چې د رأی ورکولو پاڼې چاپ شي.
پر انتخاباتو د څار یو شمېر بنسټونه بیا د انتخاباتو د ترسره کېدو په اړه د حکومت او د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون په مدیریت انتقاد کوي.
د افغانستان د ازادو او عادلانو انتخاباتو د بنسټ مشر محمد نعیم ایوبزاده وايي:
"د ګوندونو غوښتنې او وړاندیزونه اوس ډېرې عملي نهدي، هیله لرو چې دوی یوازې د خپلو ګټو په اړه نه، بلکې د ولس په اړه دې هم فکر وکړي. دا به منطقي نهوي چې په خپلو غوښتنو د ټینګار په نتیجه کې د انتخاباتو د ترسره کېدو نېټه وځنډول شي."
د ښاغلي ایوبزاده په خبره د همداسې وضعیت دوام د انتخاباتو پر پروسې بد اغېز کوي او دا پهدې معنی ده چې ګوندې د انتخاباتو په پروسه کې ټول مالي او ځاني قربانۍ په پام کې نهنیول کېږي.
د افغانستان جمهوري ریاست بیا په انتخاباتي مسایلو کې د حکومت د مداخلې خبره ردوي او وايي چې د شفافو انتخاباتو ترسره کول د دوی له لومړیتوبو څخه دي.
راپور: محمد حدیث پردېس