د انګلستان د کورني کرکټ لیګ په سالیو کې افغان لوبغاړي راشد خان یو وار بیا واتوانېده چې د سیالۍ په دریو اورونو کې درې مقابل لوبغاړي وسوځوي.
راشد خان د دغه سیالیو په ساسکس لوبډله کې لوبېږي چې تر دې دمه ښه ځلېدلی دی.
د چهارشنبې د ورځې په سیالۍ کې پچه ګله مورګن لوبډلې وګټله او د توپ اچونې پرېکړه يې وکړه چې په ټاکلو ۲۰ اورونو کې یې د "ساسکس" لوبډلې ۵ لوبغاړي وسوځول او ۱۸۶ منډې یې ور کړې.
په دويمه پاڼۍ کې د راشد خان دوی ساسکس لوبډله ښه وځلېده او ګله مورګن لوبدله يې د ۸۸ منډو په کولو سره وسوځوله.
په دغه سیالیو کې د راشد خان ترڅنګ دوه نور افغان لوبغاړي محمد نبي او مجیب ځدراڼ هم لوبېږي.