د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۹

ولسمشر ټرمپ پرېښانه دی چې ولې امریکایي پادري تر اوسه نه‌دی خوشې شوی


سپینه ماڼۍ وایي، ولسمشر ډونالډ ټرمپ له دې کبله چې ترکیې تر اوسه پورې امریکایي پادري نه‌دی خوشې کړی، ډېر خواشینی دی.

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ ډېر خواشینی دی چې ولې ترکیې تر اوسه په هغه هېواد کې امریکایي پادري اندریو برنسون نه‌دی خوشې کړی.

دا خبره د سپینې ماڼۍ ویاندې سارا سندرز د سې شنبې په ورځ په یوه خبري غونډه کې وکړه.

سندرز وویل، ولسمشر ټرمپ ډېر پرېښانه دی چې ولې برنسون او نور امریکایي اتباع او د ډیپلوماتیکې نمایندګۍ نور کارکوونکي تر اوسه نه‌دي خوشې شوي.

امریکایي پادري اندریو برنسون

سپینې ماڼۍ د ښاغلي برنسون چې له دوو کلونو راهیسې په بند کې دی، د خوشې کېدو لپاره پر انقرې فشارونه زیات کړي دي.

انقرې نوموړی د تروریزم په ملاتړ تورن کړی دی.

دې او ځینو نورو مسایلو د ترکیې او امریکا ترمنځ چې دواړه د ناټو غړي دي، اړیکې ډېرې کړکېچنې کړې دي.

له واشنګټن سره د انقرې خړپړ شویو اړیکو د ترکیې پر اقتصاد هم ډېر ناوړه اغېز کړی.

​له واشنګټن سره د انقرې خړپړ شویو اړیکو د ترکیې پر اقتصاد هم ډېر ناوړه اغېز کړی او د دې هیواد د پیسې ارزښت په وروستیو میاشتو کې زښت زیات رالوېدلی دی.

د فرانسپرس خبري اژانس د راپور له مخې دغه وضعیت ته په پام سره د دې خطر زیات شوی چې د دواړو هېوادونو ترمنځ پوځي اړیکې هم زیانمنې شي.

د ترکیې ولسمشر رجب طیپ اردوغان

وروسته له هغې چې ولسمشر ټرمپ تېره اوونۍ د ترکیې د فولادو او المونیو پر صادراتو د ګمرکي تعرفې د زیاتوالي اعلان وکړ، د ترکیې ولسمشر رجب طیپ اردوغان په نیویارک ټایمز کې په یوه لیکنه کې خبرداری ورکړ چې که واشنګټن له یو اړخیزو اقداماتو لاس وانه‌خلي او ترکیې ته درناوی ونه‌کړي، هېواد به‌یې د نویو دوستانو او متحدینو لټون پیل کړي.

XS
SM
MD
LG