د جرمني حکومت وايي، د دغه هېواد صدراعظمه راتلونکې اوونۍ د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره په برلین کې ګوري.
د جرمني د حکومت ویاند ستیفان شیبریت د دوشبنې په ورځ وویل چې په غونډه کې به دسوریې او اوکراین د جګړو او د انرژۍ د مسایلو په هکله خبرې وشي.
مسکو او برلین د بالتیک په سمندر کې د یو نوي پایپ لاین جنجالي پروژه لري چې کېدای شي لوېدیځې اروپا ته د روسیې د ګازو صادرات دوه برابره کړي.
امریکا او ګڼ نور لوېدیځ هېوادونه د دغې پروژې مخالف دي.
مسکو او برلین د بالتیک په سمندر کې د یو نوي پایپ لاین جنجالي پروژه لري چې امریکا او ګڼ نور لوېدیځ هېوادونه د دغې پروژی مخالف دي.
مېرکل او پوتین وروستی ځل په تېرې مې میاشت کې د روسیې په ساحلي سوچي ښار کې سره لیدلي وو.
تېره میاشت د جرمني صدراعظمې او د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف او لوی درستیز جنرال والیري ګراسیموف سره په برلین کې ولیدل.
د سوریې او اوکراین د جګړو په شمول یو لړ مسایلو د روسیې او لوېدیځ ترمنځ اړیکې کړکېچنې کړې دي.
روسیه د اوکراین په ختیځ کې له بېلتون غوښتونکو څخه ملاتړ کوي چېرته چې د تېرو څلورو کلونو په جګړه کې څه د پاسه ۱۰ زره او ۳۰۰ کسان وژل شوي دي.
د اوکراین د سولې پروسه په ټپه ولاړه ده او برلینیې د ژوندي کولو لپاره د څو غونډو کوربهتوب کړی دی.
د اوکراین د سولې پروسه په ټپه ولاړه ده او برلینیې د ژوندي کولو لپاره د څو غونډو کوربهتوب کړی دی.
مسکو د سوريې په کورنۍ جګړه کې هم د بشار اسد د رژیم بېدرېغه ملاتړ کړی دی.
د سوريې په اووه کلنه کورنۍ جګړه کې سلګونه زره کسان وژل شوي او په میلیونونو نور بېکوره شوي دي.
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د دوشنبې په ورځ وویل چې په نږدې راتلونکي کې د سوریې د سولې د پروسې په هکله یوه څلور اړخیره غونډه پلان شوې چې د روسیې، فرانسې، ترکیې او جرمني مشران به پهکې برخه واخلي.
روسي چارواکو وویل چې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف له ترکيې څخه د لیدنې په ترڅ کې د دغې غونډې په هکله د ترکیې د بهرنیو چارو له وزیر سره خبرې کوي.