د لاسرسي لېنکونه

سه شنبه ۲۰ لیندۍ ۱۳۹۷ کابل ۰۱:۰۲

د کونړ مشرانو دیني عالمانو او فرهنګیانو افغان ځواکونه وستایل


په کونړ کې قومي مشرانو، دیني عالمانو او فرهنګیانو افغان دفاعي او امنیتي ځواکونه وستایل او ډاډ یې ورکړ چې دوی د خپلو ځواکونو ترڅنګ ولاړ دي او هېڅ کله به يې یوازې پرې نږدي.

دوی په یوه غونډه کې چې د ۲۰۱ سېلاب قل اردو په دوهمې پلې لوا کې جوړه شوې وه، افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه وستایل.

غونډې ته مولوي نجیب الله حقیار وویل:

"همدا سرتېري او افسران دي چې شپه او ورځ د خلکو او وطن د دفاع لپاره سرونه قربانوي او د همدوی د قربانۍ برکت دی چې ولسونه ارام ژوند کوي، دغه سرتېري د خپل ژوند، سر او وینې په قربانۍ سره دا وطن ساتي ،دا ولس ساتي، دا دین ساتي او دا ناموس ساتي، قبلاً موږ د یو داسې اردو او داسې سرتېرو دشتون هیله درلوده چې زما او ستا ساتنه کوي او نن مو هغه هیله پوره شوی دی."

د ښځو چارو رئیسې مېرمن سهیلا بابر وویل چې په جنګ کې له نورو زیات زیان ښځې ګالي، پخوا يې د تعلیم ترڅنګ ګڼ حقوق تر پښو لاندې شوي وو، خو د افغان ځواکونو د سرښندنو په برکت يې د هرې ورځې په تېرېدو سره ورته اسانتیاوې برابرېږي او له خپلو حقوقو برخمنې کېږي.

هغې وویل:

"زموږ ډېر حقوق تر پښو لاندې شوي وو او نن مو هغه ټول ستاسو د سرښندنو په برکت ترلاسه کړي، زموږ بچیان، زموږ لورګانې او زموږ خویندې ښونځیو ته ځي او زده کړې کوي، موږ تاسو ته ستاسو د سرښندنو او لاسته راوړنو مبارکي وایوو، موږ ټولې خویندې ستاسو ملاتړې یوو."

د اطلاعاتو او کلتور رئیس جنت ګل فدا وویل، دا ستاسو د قربانیو او قهرمانۍ لپاره غټه نښه ده چې د ننګرهار د امنیت د ساتنې لپاره پر تاسې باور وشو او د دغه ولایت ټول واګي يې ملي اردو ته ورکړې او نن مو د دغه باور نتیجې هم ولیدلې او د ولس ملاتړ مو هم وکتلو، نو له دې معلومېږي چې ولس له تاسې سره دی.

د ۲۰۱ سېلاب قل اردو د دوهمې لوا قوماندان جنرال میرویس ساپي له قومي مشرانو، دیني عالمانو او فرهنګیانو مننه وکړه چې افغان سرتېري ستايي.

ساپي وړاندې وویل:

"د کونړ محترمو سپین ږیرو، دیني عالمانو، فرهنګیانو او ژورنالستانو! مننه کوم چې نن مو خپل ځواکونه وستایل، ولسه زما وجود، تن او ټول قوت ته يې، زما په تن کې چې یو څاڅکی وینه وي، زه به د کونړ او ټول هېواد ساتنه کوم."

بریدمن امان الله خلکو ته ډاډ ورکوي چې تل به يې د خاورې او ولسونو ساتنه کوي:

"ولسونو چې زموږ ملاتړ وکړ، موږ له دوی ملاتړ کوو، موږ خپلو خلکو ته دا ډاډ ورکوو چې د خپلو وینو په بدل کې يې دفاع کوو، څومره چې دوی موږ نازوې، په همغه اندازه زموږ مورال او حوصله لوړېږي."

ځایي خلک وايي چې دغه سرتېرې او افسران يې ځکه وستایل چې د کونړ د څوکۍ ولسوالۍ دیوه ګل، د نورګل ولسوالۍ مزار دره او د ماڼوګي ولسوالۍ په کوړنګل کې پر عملیاتو سربېره يې د غازي اباد او اسمار ترمنځ د بندې لارې خلاصولو لپاره يې عملیات ترسره کړل او د ټرافیکو پرمخ يې یاده لاره شپږ ورځې وړاندې پرانيسته.

راپور: روح الله انوري

XS
SM
MD
LG