د لاسرسي لېنکونه

شنبه ۲۸ تله ۱۳۹۷ کابل ۱۱:۱۹

اردوغان امریکا ته: دا ولس د تهدید په ژبه اصلاً لارې ته نه شئ سمولای!


د ترکیې ولسمشر وايي، امریکا او یوشمېر نورو هېوادونو يې د ترکیې پر ضد اقتصادي جنګ پیل کړی دی.

رجب طیب اردوغان په خپل هېواد کې د اقتصادي کړکېچ پړه پر هغو هېوادونو ور واچوله چې د ده په وینا، د ترکیې پرضد یې د اقتصادي جنګ لمنې ته لاس اچولی دی.

اردوغان پرون د اسد په ۲۰ مه د ترکیې په شمال ختيځ ولایت رېزه کې وویل چې ډالر، ایرو او سره زر هغه مرمۍ، بمونه او توغندي وو چې په دې اقتصادي جنګ کې د ترکیې پر ضد وتوغول شول.

رجب طیب اردوغان د خپلو پلویانو په غونډه کې ژمنه وکړه چې ترکیه به د خپل اقتصاد د خوندیتوب لپاره ضروري ګامونه پورته کړي.

اردوغان وویل، مهمه مسئله د هغو لاسونو ماتول دي چې د ترکیې پر اقتصاد ګوزارونه کوي.

رجب طیب اردوغان
رجب طیب اردوغان

نوموړي وویل:

"دا ولس د تهدید په ژبه اصلاً لارې ته نه شئ سمولای، موږ د قانون او حقوقو په ژبه خبرې کوو، نه د ګواښ."

د واشنګټن او انقرې ترمنځ د تجارتي اړیکو له نازک کېدو او د ترکیې د حکومت د اقتصادي پالېسيو په اړه د اندېښنو له زیاتېدو سره، د ترکۍ ليرې بیه په بې ساري ډول را ولوېده.

د امریکا ولسمشر د جمعې په ورځ له ترکیې د فولادو او المونیم پر وارداتو مالیاتي تعرفه دوه چنده کړه.

ټرمپ وویل چې تر دې وروسته به له ترکیې د فولادو پر وارداتو تعرفه ۵۰ او پر المونیم به ۲۰ فیصده وي او دا پرېکړه یې په مارکېټ کې د ډالر په مقابل کې د لیرې د نرخ د ډېر ټیټوالي له امله کړې ده.

د ترکیې او امریکا ترمنځ اړیکې تر هغه وروسته لا خرابې شوې چې یو امریکایي پادري یا کشیش، اندریو برونسون په ترکیه کې ونیول شو.

پنځوس کلن برونسن په ترکیه کې "له غړیتوبه پرته، د یوه ترورېستي سازمان په استازیتوب د جنایت" په تور محاکمه کېږي.​

اندرو برنسن
اندرو برنسن

که چېرې مجرم وپېژندل شي، په ۳۵ کاله بند محکومېدلای شي.

اردوغان پرون پر دې خواشیني څرګنده کړه چې امریکا د ناټو په تړون کې د ترکیې په څېړ د یوه پیاوړي او ستراتیژیک متحد پرځای د یوه پادري څنګ نیولی دی.

XS
SM
MD
LG