د لاسرسي لېنکونه

چهارشنبه ۲ لړم ۱۳۹۷ کابل ۰۳:۴۹

په بغلان کې سلو مېرمنو د خوراکي توکو د پروسس چاره زده کړه


د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د رسنیز دفتر د معلوماتو له مخې، د بغلان ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د یوه درې ورځني روزنیز پروګرام په جوړولو سره، ۱۰۰مېرمنو ته د خوراکي توکو د پروسس لارې چارې ور وښودلې.

د بغلان ولایت د کرنې رئیس عبدالوهاب خیرزاد وایي چې د خوراکي توکو د پروسس د لارو چارو زده کړه د مېرمنو له اقتصادي ځواکمنتیا سره مرسته کوي.

ګډونوالو مېرمنو د داشان پروګرامونو له جوړولو د هرکلي ترڅنګ د مېرمنو د اقتصادي پیاوړتیا په پار، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د لا زیاتو مرستو او همکاریو غوښتونه وکړه.

XS
SM
MD
LG