د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۳۸

د چیلي پخوانۍ ولسمشره، د بشري حقونو عالي کمېشنره شوه


د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلۍ پرون جمعه د مېرمن میشل بشلېت انتخاب تائید کړ.

د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلۍ ۱۳۹ غړو د اګست په اتمه نېټه د دې سازمان د بشري حقونو د ځانګړي کمېسیون د مشرتابه لپاره د میشل بشلېت پر ټاکنه رای ګیري وکړه.

د چیلي مخکنۍ ولسمشره، میشل بشلېت به ډېر ژر د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د لویې کمېشنرې په توګه کار پیل کړي.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي، انتونیو ګویترش پرون پردې چې هغه د بشري حقونو په برخه کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنره ټاکل شوې، خوشالي څرګنده کړې ده.

د ملګروملتونو عمومي منشي، انتونیو ګویترش
د ملګروملتونو عمومي منشي، انتونیو ګویترش

هغه پر ټوېټر ولیکل چې مېشل بشلېت د اصولو او نظر مېرمن ده او په سختو شرایطو کې یې ثابته کړې چې د بشري حقونو د ملاتړ لپاره د ښې رهبرۍ توان لري.

د ملګروملتونو عمومي منشي: مېشل بشلېت د اصولو او نظر مېرمن ده او په سختو شرایطو کې یې ثابته کړې چې د بشري حقونو د ملاتړ لپاره د ښې رهبرۍ توان لري

میشل بشلېت مجرده مورده او درې ماشومان لري.

هغې پرون پر ټوېټر په ویډیويي پیغام کې پردې چې د ملګرو ملتونو عمومي منشي د داسې مهمې دندې د ترسره کولو اعتبار ورباندې کړی مننه وکړه او ویې ویل چې د سپټمبر له میاشتې به خپل نوی کار پېل کړي.

میشل بشلېت د چیلي د پخواني دیکتاتور ولسمشر، اګستو پینوشې د واکمنۍ پرمهال د زندان او شکنجې سختي تېره کړې ده.

هغه اوله ښځه وه چې په ۲۰۰۶ مېلادي کال کې د چیلي د جمهوري ریاست لپاره وټاکل شوه او دوه دورې یې پردې چوکۍ کار وکړ.

د هغې د جمهوري ریاست دوهمه دوره له ۲۰۱۴ میلادي کاله پېل او سږکال پای ته ورسېده .

د چیلي مخکنۍ ولسمشره ، میشل بشلېت به ډېر ژر د ملګروملتونو د بشري حقونو د لویې کمېشنرې په توګه کار پېل کړې
د چیلي مخکنۍ ولسمشره ، میشل بشلېت به ډېر ژر د ملګروملتونو د بشري حقونو د لویې کمېشنرې په توګه کار پېل کړې

هغه له ۲۰۱۰ تر ۲۰۱۳ میلادي کاله د ملګرو ملتونو د ښځو د ځانګړې ادارې مشره وه چې د ښځو د مساوي حقونو او د ښځو د اقتصادي او ټولنیزې خودکفایۍ لپاره فعالیت کوي.

میشل بشلېت به د زید رعد الحسین پرځاي کار پېل کړي.

زید رعد الحسین د اردن پېژندل شوی ډیپلومات او د هغه هېواد د شاهي کورنۍ غړی دی چې تر څلور کلونو کار وروسته يې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو دعالي کمېشنر له چوکۍ استعفې وکړه.

XS
SM
MD
LG