د لاسرسي لېنکونه

شنبه ۲۴ لیندۍ ۱۳۹۷ کابل ۰۹:۰۵

ګل حرم صمدي: د زوی غم مې لا تازه و چې د لور جنازه يې راوړه


د زوی په غم کړېدلې مور ګل حرم صمدي اوس هره شېبه د خپلو دوو بچو غم په ژړا غلطوي او وايي، د زوی په غم يې سترګې سرې وې چې د ۲۲ کلنې لور فریحه سندس مرګ پرې شپه او ورځ یوه کړې او ځان د ور غاړې شویو غمونو نه ناتوانه بولي.

فریحه سندس د «ای.او.اېم» ادارې کارکوونکې وه چې دوه اوونۍ وړاندې د کډوالو پر ریاست په شوي ډله‎ییز برید کې قرباني شوه.

د فریحي ورور هم د یوې چاودنې له امله لومړی عصبي ټکان وخوړ او د پینځه کلن رنځ وروسته په حق ورسېد.

د فریحې مور ګل حرم صمدي وايي، تراوسه يې په زړه کې د ځوانيمرګ زوی غمونه لا تازه و؛ کال نه وو پوره شوی چې د لور غم يې ملا ورماته کړه:

ګل حرم صمدي
ګل حرم صمدي

"ای خدايه ماته دا غم بس و، ای خدایه ماته دا یو غم بس و."

د بچو په غم ځپل شوې صمدي چې د ننګرهار د طبي علومو انسټیټیوټ ښوونکې هم ده؛ د خپلې لور فريحي د مرګ کيسه کوي او وايي، د پېښې له ځایه تر روغتونه لکه ليونۍ د خپلې لور تابوت پسې منډې وهلې:

"د پېښې له ځایه ترصحت عامه پورې امبولانس پسې مې منډې وهلې چې ګورم امبولاس اطاق عاجل ته لا نه‎ړه او مرده خانې ته تاو شو، ورغلم چې ومې کتله بس هغه حالت زه نه‎شم یادولی، خو زما لور ډېره سوې نه‎وه."

ګل حرم صمدي د خپلې لور هر یاد او خاطره په ژړا یادوي هغه وايي، پر لور يې لوړې زده‎کړې کړې وې، هغه دومره با استعداده وه چې د یوه کال په موده کې د ازاد رقابت له لارې څو نړیوالو ادارو سره دندې وکړې او وروستۍ دنده يې چې دا ورته ډېره خوشاله وه په «ای.او.اېم» اداره کې د داخلي بې‎ځایه شوېو کډوالو په برخه کې وه.

فریحه او ځوانیمرګ ورور یې
فریحه او ځوانیمرګ ورور یې

صمدي د لور د تعليمي اسنادو او هغې ته د ورکړل شوېو ۱۶ ستاینلیکونو ته ژاړي او وايي، دا یوازې د دې کورنۍ نه بلکې د سیمې لپاره لویه ضربه وه:

"د فریحه مرګ زموږ د کورنۍ لپاره ډېره غټه ضایعه وه، ځکه په ټولو کورونو کې چې تاسو پوښتنه وکړئ دا کشرۍ اولاد په مور ډېر ګران وي، خو زما د زړه ټوټه لاړه د دې په شان ماته هېڅوک نېږدې نه وو او دا زموږ وطن ته هم لویه ضایعه وه ځکه داسې نجونې زموږ په وطن کې ډېرې کمې دي."

اوس ګل حرم صمدي د جلال‎اباد ښار په دوه اطاقه اپارتمان کې له خپلې یوې لور سره د خپلو دوو ځوانيمرګو بچو غم په ژړا غلطوي او د خپلې لور هغه ارمانونه په ژړا يادوي چې مور ته به يې هره ورځ ویل چې د داخلي بې ځایه شوېو کډوالو خدمت مې لوی ارمان دی خو د هغې په خبره د لور د خير رسونې ټول ارمانونه يې د وحشت په تورو لړو کې خاورې شول.

راپور: شاه محمود شینواری- ننګرهار

XS
SM
MD
LG