د لاسرسي لېنکونه

سه شنبه ۱ لړم ۱۳۹۷ کابل ۰۶:۱۷

په یمن کې تقریبا شپیته ماشومان وژل شوي دي


د سره صلیب نړیوالې کمیټه وايي، د یمن په شمال کې د حوثې یاغیانو تر ولکې لاندې سیمه کې د سعودي په مشرۍ د پوځي ایتلاف په هوايي بمبارۍ کې تقریبا شپیته ماشومان وژل شوي او یا ټپیان شوي دي.

د سره صلیب نړیوالې کمیټې پرون پر خپل ټویټر ویلي:

” په یمن کې هغه روغتون چې زموږ د ټیم له خوا یې ملاتړ کیږي، د ۱۵ کلنې څخه د کم عمر لرونکو نه ویشت ماشومانو مړي تر لاسه کړي. همدانګه د دیرش ماشومانو په شمول اته څلوېښت ټپیان هم وروړل شوي دي.“

راپورونه وايي دا ماشومان د سعده ولایت داهیان سیمه کې په یو بس کې روان و چې بمباري پرې شوې ده.

د حوثي یاغیانو د روغتیا وزارت ویلي چې په برید کې ټول ۴۳ کسان وژل شوي او ۶۱ تنه ټپیان شوي دي.

د سعودي په مشرۍ د سیمې د سني هیوادونو یو ایتلاف له تیرو درې کلونو راهېسې په یمن کې د ایران ملاتړ لرونکو حوثي یاغیانو په ضد هوايي بریدونه کوي. حوثي یاغیان د یمن د پایتخت صنعا په شمول ددې هیوادو د شمال په لویه برخه واک لري.

د یمن په جګړه کې تر اوسه پورې شا او خوا لس زره کسان چې ډیر یې ملکیان دي وژل شوي دي.

XS
SM
MD
LG