د لاسرسي لېنکونه

دوشنبه ۲۹ زمری ۱۳۹۷ کابل ۰۳:۴۶

پاکستان غواړی چې د ډیورنډ پر کرښه نور ځواکونه ځای پرځای کړي


پاکستان پلان لري چې د ډیورنډ پر کرښه نور ځواکونه ځای پرځای کړي. دا خبره پرون د جرمني خبري اژانس ته یو پاکستاني چارواکي کړې ده.

ددې پاکستاني چارواکي چې نوم یې نه دی یاد شوی له خولې جرمني خبري اژانس ویلي دي چې د ۲۰۱۵ م کال څخه یې پر ډیورنډ کرښه د وسلوالو د تګ راتګ د مخنیوي لپاره د نیمه پوځي ملیشو تر شلو زیات نوې کنډکونه جوړ کړي او روزلي دي.

پاکستاني چارواکي وايي، لږ تر لږ پنځوس زر ملیشه سرتیري ډ ډیورند پر کرښه د ځای پر ځای کیدو لپاره روزل شوي دي.

جرمني خبري اژانس د یو بل پاکستاني چارواکي له خولې ویلي دي چې ددې ملیشه سرتیرو نیمايي برخې روزنه تر لاسه کړې او یو شمیر ځای پر ځای شوي دي.

جرمني خبري اژانس وايي، د افغانستان دفاع وزارت پر ډیورنډ کرښه د پاکستاني امنیتي ځواکونو د زیاتیدو په اړه په احتیاط عکس العمل ښودلی دی.

په راپور کې د افغانستان د دفاع وزارت د سرچینو په حواله ویل شوي، که چیرې دا اقدام د وسلوالو حرکتونه کم کړي مثبت اقدام دی، خو یادونه یې کړې چې تر دې مخکې دا ډول اقداماتو نتیجه نه ده ورکړې.

XS
SM
MD
LG