د لاسرسي لېنکونه

دوشنبه ۲۹ زمری ۱۳۹۷ کابل ۰۳:۴۶

نشنل انټرسټ: له داعش سره په دښمنۍ کې طالبان حتی ګټور تمام شوي دي


  • نشنل انټرسټ

نشنل انټرسټ خپرونې په مقایسوي ډول، په افغانستان او یمن کې له نړیوال تروریزم سره د مبارزې په اړه د امریکا د پوځ کړنلارې ته کتنه کړې ده.

دا مقاله پاول پېلر لیکلې او په دې پېل شوې چې په وروستیو دوو لسیزو کې له نړیوال تروریزم سره مبارزه ، د سمندر د پورې غاړې په هېوادونو کې د امریکا د ټولو پوځي ماموریتونو اصلي دلیل بلل شوې ده.

خود مقالې د لیکوال په باور، په زیاتو مواردو کې دې مبارزې نړيوال تروریزم د کمزوري کولو پرځاي ، پیاوړی کړی دی.

د مقالې لیکوال استدلال کوي چې د امریکا پوځ له اولس کلونو راهیسې په افغانستان کې له نړیوال تروریزم سره د مبارزې په نوم پوځي ماموریت ترسره کوي او د وسله والوطالبانو پرضد چې د لیکوال په باور په پاکستان کې تغذیه کېږي، جنګېږي.

د امریکا پوځ له اولس کلونو راهیسې په افغانستان کې له نړیوال تروریزم سره د مبارزې په نوم پوځي ماموریت ترسره کوي
د امریکا پوځ له اولس کلونو راهیسې په افغانستان کې له نړیوال تروریزم سره د مبارزې په نوم پوځي ماموریت ترسره کوي

خو په اصل کې، له نړیوال تروریزم سره د مبارزې په تړاو، د امریکا هغه دښمن چې نړیوال اړخ لري دعراق اوشام اسلامي دولت یا داعش دی.

د نشنل انټرسټ د دې مقالې لیکوال په پاي کې لیکلي: له داعش سره په دښمنۍ کې طالبان حتی ګټور تمام شوي دي. په وروستیوکې طالبانو په جوزجان کې دداعش وسله والو ته زیات تاوان ورساوه.

لیکوال لیکلي: په جوزجان کې د داعش وسله والو د جګړې د شدت له امله ماته وخوړه او په دې ماته کې پېسو رول نه درلود.

  • وال سټريټ ژورنال

وال سټريټ ژورنال ورځپاڼې په افغانستان کې دطالبانو د مخدرو موادو پر کاروبار د امریکاد هوايي حملو د موثریت په اړه مقاله خپره کړې اوسرلیک یې دی "د طالبانو د قاچاق د کمولولپاره دامریکا هوايي حملې ناکامې شوې دي."

په مقاله کې لیکل شوي چې د امریکا پوځ له نهو میاشتو راهیسې په افغانستان کې د مخدرو موادو د تولید پر مرکزونو هوايي حملې کوي خو نه دی توانېدلی چې د مخدرو موادو سوداګرۍ ته چې طالبان ملیونونه ډالر ورڅخه ګټي، جدي تاوان ورسوي.

امریکايي چارواکي باور لري چې وسله وال طالبان د خپل لګښت ۶۰ فیصده د مخدرو موادو له قاچاقه ترلاسه کوي.
امریکايي چارواکي باور لري چې وسله وال طالبان د خپل لګښت ۶۰ فیصده د مخدرو موادو له قاچاقه ترلاسه کوي.

وال سټريټ ژورنال د دې وینا د ملاتړ لپاره د امریکا د پوځ ارقام هم خپاره کړي دي. د امریکا پوځ ویلي چې د طالبانو د مخدرو موادو د تولید پر تقریباً ۲۰۰ مرکزونو یې حملې کړې دي.

په دې حملو کې وسله والو طالبانو ته تقریباً ۴۶ میلون ډالر تاوان رسېدلی چې د هغوي د ګټې څلرمه برخه هم نه ده.

امریکايي چارواکي باور لري چې وسله وال طالبان د خپل لګښت ۶۰ فیصده د مخدرو موادو له قاچاقه ترلاسه کوي.

جنرال جوزف وټل: موږهغه هدف ته چې غواړو، نه یو رسېدلي خو پر سم لور په حرکت کې یو

خو وال سټریټ ژورنال په دې مقاله کې د امریکا د پوځ د مرکزي قوماندې د مشر، جنرال جوزف وټل دا وینا خپره کړې چې وايي: "موږهغه هدف ته چې غواړو، نه یو رسېدلي خو پر سم لور په حرکت کې یو. "

XS
SM
MD
LG