د سولې ولسي حرکت نن مازیګر په کابل کې د خدای پامانۍ لپاره یوه لویه غونډه رابللې او وايي چې له کابل څخه ځي او خپل پاتې سفر به هلمنده د هېواد نورو ولایتونو ته پیلوي.
د دې حرکت غړو له دې مخکې هم په کابل کې د څو هېوادونو د سفارتونو مخې ته غونډې وکړې او په دې ترڅ کې یې په کابل کې د لویدیځو هېوادو سفارتونو ته سیمبولیک پیغامونه واستول.
د سولې ولسي حرکت به خپلو دې سیمبولیکو پیغامونو ته دوام ورکړي او که نور څه پلانونه هم لري.
په دې اړه د ازادي راډیو خبریال احمد تکل شېبه مخکې د دې حرکت له مشر اقبال خیبر سره مرکه وکړه او په پیل کې يې ترې وپوښتل چې د راتلونکو ورځو پلانونه مو څه دي؟
دا مرکه د لاندې لېنک په کېکاږلو سره اورېدلی شئ: