د لاسرسي لېنکونه

یکشنبه ۲۹ تله ۱۳۹۷ کابل ۰۶:۳۳

د پاکستان حکومت له چین سره د اقتصادي شراکت دفاع وکړه


د پاکستان حکومت له چین سره د اقتصادي شراکت دفاع وکړه.

د اسلام‌اباد په وینا، په وروستیو کې داسې راپورونه خپرېږي چې د چین او پاکستان د اقتصادي دهلېز د اقتصادي ارزښت په اړه‌يې پوښتنې راولاړې کړې دي.

په راپورونو کې ادعا کېږي چې د چین او پاکستان اقتصادي دهلېز به پر پاکستان د داسې «پور» بار کېږدي چې د پاکستان لپاره به د زغم وړ نه‌وي او د دې هېواد د اقتصاد ملا ورماتولائ شي.

خو د پاکستان حکومت د اګسټ په اتمه نېټه یوه اعلامیه خپره کړه او ویې‌ویل چې داسې راپورونه د یوه لوري او د یو شمېر غیر مسئوله کسانو د نظرونو پر اساس خپرېږي.

د پاکستان حکومت خبرپاڼه وايي، په دې راپورونو کې اکثر، هغه کسان چې د چین او پاکستان د اقتصادي دهلېز د پلان په اړه کافي معلومات یا په دې اړه "ښه " نیت نه‌لري، نظر ورکوي.

د چین او پاکستان حکومتونو موافقه کړې چې د یوې سترې اقتصادي پروژې په مرسته د چین شمال لوېدیځ ولایت، شېن جېنګ له پاکستان سره ونښلوي.

چین غواړي چې په دې ډول، د پاکستان په خاوره کې د عربو سمندر ته لار وباسي.

دا د چین د "یوه لار، یو کمربند" پروژې یوه برخه ده چې د ورېښمو د لرغونې لار پر نقشه جوړېږي.

د چین حکومت به په پاکستان کې سترې اقتصادي پروژې چې تر دې حده د انرژۍ او ټرانسپورت پر سکټور متمرکزې دي، عملي کړي.

د پاکستان حکومت پرون په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې له پاکستان سره د چین پر اقتصادي دهلېز چینايي پانګه‌والو او بانکونو پانګونه کړې او پر پاکستان د هېڅ ډول پور بار نه‌شي اچولائ.

د فرانس پرس اژانس په حواله، دا اندېښنې د چین او پاکستان د اقتصادي اړیکو د پراختیا په اړه د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر، مایک پامپیو تر څرګندونو وروسته زیاتې شوې.

د فرانس پرس په حواله، پامپیو د روان میلادي کال په جولاي میاشت کې اندېښنه څرګنده کړه چې پاکستان ښايي پر ځان د چین د پورونو د پرې کولو لپاره د پیسو له نړیوال صندوقه پورونه واخلي.

چین
چین

چین د نړۍ له هغو اقتصادي قدرتونو دی چې له امریکا سره د تجارتي مالونو د صادراتو او وارداتو په اړه جدي لانجه لري.

خو د اسد عمر په نوم یوه سیاستوال چې ښايي د پاکستان په نوي مرکزي حکومت کې د اقتصاد وزیر وټاکل شي، د اګسټ پر اوومه نېټه وویل چې د پېسو له نړیوال صندوق څخه د پور اخیستلو پرېکړه به د سپټمبر میاشتې په پای کې وشي.

XS
SM
MD
LG