په واشنګټن کې د روسیې سفارت پرون چهارشنبه «د اګسټ اتمه» د امریکا له لوري نوي بندیزونه "ظالمانه" بللي او غندلي یې دي.
د امریکا متحده ایالاتو په بریتانیا کې د روسیې د یوه پخواني جاسوس، سرګي سکریپال په مسمومېدو کې د مسکو د لاس درلودلو د ادعاوو پر اساس پر روسیې نوي بندیزونه لګولي دي.
د روسیې د پوځي استخباراتو پخوانی مأمور سرګي سکریپال او د هغه لور، یولیا د روان میلادي کال په مارچ میاشت کې په بریتانیا کې پهداسې موادو چې د انسان عصبي سیستم فلجولای شي، مسموم شوي وو.
سکریپال او لور تهیې د بریتانیا په سالزبري ښار کې د نوويچوک په نوم زهرجن کیمیاوي مواد ورکړل شوي وو چې په پخواني شوروي کې جوړېدل.
روسیه وايي چې دا مواد لهمنځه تللي او نور نهشته.
په واشنګټن کې د روسیې سفارت پرون په یوه خبرپاڼه کې وویل چې د سکریپال د مسمومېدو تور له "اغراقه" ډک دی.
په اعلامیه کې ویل شوي چې د بریتانیا حکومت یا واشنګټن پهدې پېښه کې د روسیې د لاس درلودلو د ادعا په اړه هېڅ ډول اسناد نهدي وړاندې کړي.
د روسیې د سفارت په خبرپاڼه کې راغلي چې واشنګټن پهدې اړه د موجودو اسنادو د "سري" ساتلو ټینګار کوي.
د روسیې سفارت همداراز ادعا کړې چې د سکریپال پر مسئلهیې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ته معلومات ورکړي دي.
په واشنګټن کې د روسیې سفارت ویلي:
"موږ په سالزبري کې د شوي جنایت په اړه د خپلواکو او واضح څېړنو غوښتنه کړې، څو د پېښې عاملان وپېژندل او له عدالت سره مخامخ شي. موږ پر دې مسئله د خپلو مکالمو او خبرو د جزئیاتو د خپرولو وړاندیز هم کړی دی."
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې پر روسیه نوي بندیزونه د کیمیاوي وسلو د کنټرول د قانون پر اساس، لګول شوي دي.
د بندیزونو لومړۍ مرحله به د اګسټ میاشتې په ۲۲مه نافذ شي.
د بندیزونو د پرېکړې له عملي کېدو سره به روسیې ته د امریکا د متحده ایالاتو د حساسو ټکنالوژیکي او صنعتي موادو پر صادراتو بندیز ولګېږي.
روسیه تر دې وروسته له امریکا د کالیبراسیون یا انټرنټي وسایل او ګازي تربیون ماشینونه نهشي واردولای.
پهدې ډول به د امریکا متحده ایالات هم میلیونونه ډالره چې پر روسیهیې د موادو د خرڅولو لپاره ترلاسه کولې، له لاسه ورکړي.
روسیې ته به ۹۰ ورځې وخت ورکړل شي چې د امریکا نورې غوښتنې عملي کړي.
له روسیې د امريکا یوه غوښتنه دا ده چې نړیوال څارونکي ورپرېږدي، څو دا اطمینان ترلاسه کړي چې روسیه هېڅ ډول کیمیاوي یا بیولوژیکي وسلې نهلري.
که مسکو له دې غوښتنو سره سم عمل ونهکړي، د بندیزونو دوهم دور به ورباندې ولګېږي.
داسې ګڼل کېږي چې د بندیزونو دا نوې لړۍ به د واشنګټن او مسکو روابط لا کړکېچن کړي او حتی د روسیې د الوتکو د شرکت، اېروفلوټ پر پروازونو محدودیت راتلی شي.