د لاسرسي لېنکونه

شنبه ۲۸ تله ۱۳۹۷ کابل ۰۰:۲۷

تبسم: د پکتیا پر احمدخېلو او ځاځي اریوب د طالبانو حملې دفعه شوي


د پکتیا امنیتي چارواکي وايي، په احمدخېلو او ځاځي اریوب ولسوالیو کې یې د وسله‌والو مخالفینو ډله‌ییز بریدونه پر شا تمبولي دي.

د پکتیا د امنیه قوماندانۍ ویاند سردار ولي تبسم نن ازادي راډیو ته وویل چې تېره شپه ناوخته د دولت وسله‌والو مخالفینو د احمدخېلو ولسوالۍ د سکندرخېلو او د ځاځي اریوب ولسوالۍ د خیر مېنې په سیمو کې پر امنیتي پوستو بریدونه وکړل چې تر سهاره‌یې دوام وکړ.

تبسم وايي، په دې بریدونو کې د جګړې دواړو لورو ته مرګ ژوبله اوښتې ده:

"تېره شپه د پکتیا ولایت د احمدخېلو ځاځي اریوب ولسوالیو اړوند سیمو خیر مېنې او سکندرخېلو پر پوستو باندې ډله‌ییز بریدونه وشوو، دوی غوښتل چې په دې ولسوالیو کې دا پوستې ونیسي البته دوی د سختې محاصرې لاندې راغلل، دوی ته درنه مرګ ژوبله واوښته په نتیجه کې ۳۰ تنه وسله‌وال مخالفین وژل شوي دي او ۱۶ تنه نور ټپیان دي، همدارنګه زموږ د ملي او محلي پولیسو درې سرتېري په شهادت رسېدلي دي او څلور نور ټپیان دي، د مرکز څخه ګډ امنیتي ځواکونه هلته رسېدلي وضعیت نورمال دی."

وسله‌والو طالبانو د یادو بریدونو مسؤلیت په غاړه اخیستی دی، خو د دولت له‌خوا دوی ته د اوښتې مرګ ژوبلې خبره‌یې بې‌بنسټه بللې ده.

XS
SM
MD
LG