د لاسرسي لېنکونه

یکشنبه ۲۹ تله ۱۳۹۷ کابل ۰۶:۵۶

د هرات د صنعتي پارکونو لپاره لمریزه برښنا برابرېږي


د هرات د کانونو او صنایعو خونه وايي چې د دغه ولایت د صنعتي پارکونو د برښنا د تأمین په هدف، له یو چینايي شرکت سره د ۵۰ مېګا واټه لمریزې برښنا د تولید تړون لاسلیک شو.

د دغې خونې رئیس حمیدالله خادم ازادي راډیو ته وویل چې د دغه تړون له مخې چې لګښت‌یې ۵۰ میلیونه ډالره دی تر راتلونکو اتو میاشتو پورې به یاده اندازه برښنا د هرات په صنعتي پارکونو کې تولید شي.

د نوموړي په خبره په دې سره به د هرات ولایت د صنعتي پارکونو د برښنا اړتیا پوره او له ایران نه د وارداتي برښنا ضرورت نه‌پېښېږي.

هرات ته له ایران نه ۱۲۰ مېګا واټه برښنا څه موده مخکې د یوې میاشتې لپاره پرې شوه چې د هرات ولایت د کانونو او صنایعو د خونې د معلوماتو له مخې، له امله‌یې تولیدي شرکتونو ته ۱۳ میلیونه ډالره زیان واوښت.

XS
SM
MD
LG