د امریکا یو لوړپوړی قوماندان وایي چې افغانستان د امریکا متحده ایالاتو ته ډاډ ورکړی چې د اسلامي دولت ډلې یا داعش له تسلیم شویو غړو سره به د جنګي اسیرانو په څېر چلند کوي، نه د درنو مېلمنو په څېر.
که څه هم په افغانستان کې د حکومت او د وسلهوالو طالبانو ترمنځ د سولې د خبرو د پیلېدو لپاره فشارونه مخ په زیاتېدو دي، خو امریکایي چارواکي وایي چې د اسلامي دولت نومې ډلې د افغانستان څانګې سره به چې د خراسان په نوم یادېږي، روغه جوړه نهکېږي او هغه باید لهمنځه یوړل شي.
په افغانستان کې پر اسلامي دولت نومې ډلې یا داعش د پوځي فشارونو سره سره دې ډلې پهدې وروستیو کې په افغانستان کې د خونړیو بریدونو مسؤلیت اخیستی او اکثره وختونه په بېرحمانه توګه د خپلو مخالفینو سرونه غوڅوي.
د اسلامي دولت نومې ډله چې د افغانستان د یو شمېر ختیځو ولایتونو په ګډون د افغانستان په شمالي ولایتونو په تېره بیا جوزجان کې ډېره فعاله وه، تېره اوونۍ د دې ولایت په درزاب ولسوالۍ کې د وسلهوالو طالبانو د پراخو بریدونو په نتیجه کې یې شااوخوا ۲۵۰ وسلهوال د جوزجان سیمهییزې ادارې ته تسلیم شول.
په تسلیم شویو کې د داعش دوه لوړپوړي قوماندانان هم شامل دي.
د روېټرز خبري اژانس د راپور له مخې د امریکا د مرکزي قواوو د قوماندانۍ مشر جنرال جوزف ووټل د چهارشنبې په ورځ په پنټاګون کې خبریالانو ته وویل چې د افغانستان حکومت ورته ډاډ ورکړی چې د داعش له دغو تسلیم شویو سره به د جنګي اسیرانو په توګه چلند کېږي.
هغه زیاته کړه چې له دغو وسلهوالو څخه به تحقیقات کېږي او د هر ترسره کړي جنګي جنایت په خاطر به ورسره حساب کېږي.
د جوزجان سیمهییزو چارواکو ازادي راډیو ته ویلي و چې د داعش دغه وسلهوال د سولې له بهیر سره یوځای شوي دي.
د وروستیو جګړو له امله تښتېدلو ولسي خلکو دا ډله تورنه کړې چې په سیمه کې یې ډېر ظلمونه ترسره کړي، د خلکو له کورونو یې ښځې او نجونې ایستلي، جنسي تېری یې پرې کړی او یو شمېر یې هم وژلي دي.
جنرال ووټل وویل، داعش ملکي وګړو ته د زیان اوښتو له خطر پرته د ولسي خلکو په وړاندې یو کرغېړن کمپاین پیل کړی دی.
د دې ډلې د دغو ناوړه اعمالو یوه وروستۍ بله بېلګه په ګردېز ښار کې د شیعهګانو په یوه جومات کې د تېرې شنبې ورځې ځان وژونکې حمله وه چې په نتیجه کې یې لږ تر لږه ۳۹ کسان ووژل شول او شااوخوا ۸۰ تنه نور هم ټپیان شول.
د جوزجان سیمهییزو چارواکو ازادي راډیو ته ویلي و چې د دغو تسلیم شویو تود هرکلی یې ځکه وکړ چې د دولت نور وسلهوال مخالفین هم دې ته زړه ښه کړي چې حکومت ته تسلیم شي.
د جوزجان والي لطفالله عزیزي د ازادي راډیو د دې پوښتنې په ځواب کې چې د داعش دغه غړي چې په جنګي او د بشریت ضد جرمونو تورن دي، ایا هغوی به عدالت ته رانهکاږل شي؟
وویل:
"پر کومو وسلهوالو چې مستقیماً ادعا نهوي او یوازې د جګړې مسئله وي، په دې برخه کې د افغانستان حکومت عمومي بخښنه اعلان کړې او دوی له هغې نه استفاده کولای شي، خو که کوم چا مشخص جرم ترسره کړی وي له هغه سره قانوني چلند کېږي."
د امریکا د مرکزي قواوو قوماندان جنرال ووټل وویل، دغه تګلاره نه د امریکا د متحده ایالاتو او نه هم د کابل د حکومت ده.
هغه زیاته کړه، پهداسې حال کې چې واشنګټن له طالبانو سره د افغانانو په مشرۍ د سولې د یوه جوړجاړي لټه کوي، د اسلامي دولت ډلې یا داعش په اړه د امریکا او د افغانستان د حکومتونو دریځ واضح دی، موږ ټول له دې سره موافق یو چې دا ډله باید لهمنځه ولاړه شي.
جنرال ووټل دغهراز وویل چې په افغانستان کې د داعش او وسلهوالو طالبانو په وړاندې د امریکا د ولسمشر ډونالد ټرمپ د ادارې په نوې ستراتېژۍ کې به لوی بدلونونه رانهوستل شي.
هغه وویل، د خبرو مېز ته د طالبانو د حاضرولو لپاره له پوځي لارې کار اخیستل او ټولنیز او سیاسي فشارونه تر اوسه اغېزمن دي.
جنرال ووټل زیاته کړه چې په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو نوی قوماندان جنرال سکاټ مېلر به د دغې جګړې په اړه چې هغه څه ډول مخ ته ځي خپله ارزونه وکړي، خو له دې پرته چې د جګړې په ډګر کې به ځیني تاکتیکي بدلونونه راولي، دی ګومان نهکوي چې په ټوله کې به دغه ستراتېژي له سره وارزول شي.
ووټل وویل، مېلر به ښایي د افغانستان په لیرې پرتو سیمو کې چې ځواکونهیې د وسلهوالو طالبانو د حملو له خطر سره مخامخ دي، د افغان امنیتي ځواکونو امنیتي پوستې فعالې وساتي او هم به هغو اندېښنو ته ځواب ووايي چې په روانه جګړه کې په زیاتېدونکي ډول د امریکا پر ځانګړو ځواکونو د افغان ځواکونو پر اتکا څرخي.
هغه وویل، مېلر به دا مسئله یقیني کړي چې دغه ځواکونه په مناسب ډول ځای پر ځای شي نه له حده زیات.
ټرمپ د تېر کال په اګسټ میاشت کې د افغانستان او جنوبي اسیا لپاره نوې ستراتېژي اعلان کړه چې له مخې یې په افغانستان کې د امریکا د پوځي هڅو د پراخېدو تر څنګ دغهراز پر پاکستان هم فشارونه راوستل شوي چې په خپله خاوره کې د هغو ترهګرو پناه ځایونه لهمنځه یوسي چې پر افغانستان حملې کوي.