د لاسرسي لېنکونه

جمعه ۲۶ زمری ۱۳۹۷ کابل ۰۵:۲۴

امریکا وايي د لوګر په ازره کې یو افغان سرتېری هم نه‌دی وژلی


د امریکا پوځ وایي، دا یې معلومه کړې چې د روانې اوونۍ په پیل کې د افغانستان په ختیځ کې د طالبانو پر ضد هوایي بمبارۍ کې د افغان امنیتي ځواکونو یو سرتېری هم نه‌دی وژل شوی.

په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو ویاند ډګرمن مارټین اودونیل د چهارشبنې په ورځ ازادي راډیو ته په یوه استولي بیان کې وویل چې دغه څېړنه‌یې د بمبارۍ له ځایه د اخیستل شویو تصویرونو او په پېښه کې د ښکېلو افغان امنیتي ځواکونو د قوماندانانو او غړو د معلوماتو پر اساس بشپړه کړې ده.

د امریکا پوځ یوه ورځ مخکې تر دې ویلي و چې د هغو راپورونو په اړه څېړنه کوي چې وایي، د لوګر په ازره ولسوالۍ کې په هوایي بمبار کې نهه پولیس وژل شوي او ۱۴ نور ټپیان شوي دي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت مرستیال ویاند نصرت رحیمي وویل چې د سې شنبې په شپه په ازره ولسوالۍ کې د وسله‌والو طالبانو په وړاندې جګړه کې پولیسو د هوایي ملاتړ غوښتنه کړې وه چې په خواشینۍ سره سهواً د دوی مورچلې په نښه شوې وې.

پر ازرې ولسوالۍ وسله‌والو طالبانو له څو لورو بریدونه کړي و چې د افغان چارواکو په وینا افغان امنیتي ځواکونو هغه په شا وتمبول او نښتو کې یې وسله‌والو طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اړولې.

افغان لوري ته هم د تلفاتو په اړه افغان چارواکو ضد او نقیضې څرګندونې کړې دي.

XS
SM
MD
LG