د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۰۶

هند د ۴ کرکټ لوبډلو ترمنځ د سیالیو مهالوېش اعلان کړ


د هند کرکټ بورډ د افغانستان د ۱۹ کلنو ځوانانو په ګډون د څلورو لوبډلو ترمنځ د سیالیو مهالوېش اعلان کړ.

د «بي. سي. ای» یا د هند د کرکټ بورډ د معلوماتو له مخې په دغه څلور اړخیز ټورنمنټ کې به د افغانستان، هندوستان او نیپال د ۱۹ کلنو لوبډلو او د هند يو ځایي کلب ترمنځ سیالۍ وشي.

ټاکل شوې دغه سیالۍ د سپټمبر میاشتې په نهمه نېټه د افغانستان او هندوستان ۱۹ کلنو لوبډلو ترمنځ په لوبې پيل او د همدې میاشتې تر ۲۰مې نېټې پورې دوام وکړي.

د دغو سیالیو هدف د ۱۹ کلنو لوبډلو ترمنځ د راتلونکې اسیا جام سیالیو ته تیاری ښودل شوی چې د يادو درېیو لوبډلو سربېره به پاکستان، هانګ کانګ، سریلانکا، بنګله‎دېش او د متحده عربي اماراتو لوبډلې هم ګډون ولري.

د افغانستان د ۱۹ کلنو ځوانانو لوبډلې تېر ځل د اسیا جام سیالیو په پای‌لوبه کې پاکستان ته په ماتې ورکولو د دغو سیالیو اتلولي ګټلې وه.

XS
SM
MD
LG