د لاسرسي لېنکونه

چهارشنبه ۲۴ زمری ۱۳۹۷ کابل ۱۰:۵۹

افغانستان د موی تای سیالیو کې ۴ مډالونه وګټل


افغانستان د موی تای په نړیوالو سیالیو کې څلور مډالونه وګټل.

د افغانستان د موی تای فدراسیون د مرستیال جمیل محمدي په خبره، په‎دغو سیالیو کې څلور افغان لوبغاړو ګډون درلود چې مشعل سلامزي په‎کې د سپینو زرو او درېیو نورو افغان لوبغاړو بیا د بُرونزو مډالونه خپل کړل.

سلامزي د دغو سیالیو په درېیو لومړیو لوبو کې سریلانکا، مالیزیا او فیلیپین ته ماته ورکړه، خو وروستۍ لوبه‌یې روسي سیال ته بایلوده او ونه‌توانېد چې د سرو زرو مډال وګټي.

د موی تای دغه نړیوالې سیالۍ د ۸۲ هېوادونو ترمنځ د تایلنډ په بانکوک کې روانې دي.

دا څلورم ځل دی چې د ځوانانو ترمنځ د موی تای نړيوال جام سيالۍ کېږي.

XS
SM
MD
LG