د لاسرسي لېنکونه

دوشنبه ۲۹ زمری ۱۳۹۷ کابل ۰۱:۵۳

اعتراض کوونکو له میدان وردګ نه کابل ته ټولې غځېدلې لارې تړلي


د میدان وردګ ولایت سلګونه خلکو د خپل حق غوښتلو په موخه نن ۲۰مه ورځ هم د تحصن خیمه وهلې او د خیمې وهلو تر څنګ نن چهارشنبه د ښار واټونو ته راوتلي او د کابل-کندهار او کابل-بامیانو ترمنځ لويې لارې یې د ټرافیکو پر مخ وتړلې.

په میدان وردګو کې لاریون کوونکي
په میدان وردګو کې لاریون کوونکي

دوی چې یو لړ شعارونه‌یې هم له ځان سره لېږدول پرې لیکلي وه، د وردګ ولایت نوم باید په ټولو رسمي چارو، مکتبونو او برښنايي تذکرو او دې ته ورته نورو ځایونو کې میدان وردګ ولیکل شي.

دوی یو شمېر نورې غوښتنې هم لرلې.

په ورته وخت کې د میدان وردګ د ولایتي اداري مسؤلین بیا وايي چې د دغه لاریون کوونکو غږونه‌یې تر مرکزي ادارې رسولي دي.

په میدان وردګو کې لاریون کوونکي
په میدان وردګو کې لاریون کوونکي

ازادي راډيو هڅه وکړه چې په دې له مرکزي ادارې سره هم خبرې وکړي، خو له پوره هڅو سره سره بیا هم بریالۍ نه‌شوه.

په دې اړه د لاندې لېنک په کېکاږلو سره د شریف‌الله شرافت راپور واورئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:04:02 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG