د لاسرسي لېنکونه

یکشنبه ۲۸ زمری ۱۳۹۷ کابل ۱۱:۲۲

افغانستان او ترکمنستان پر اقتصادي پراختیا خبرې کړي


په کابل کې د ترکمنستان نوي سفیر هوجا اوویزوف د ولسمشر محمد اشرف غني سره په لیدنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ پر اقتصادي پراختیا او د يو لړ مهمو پروژو په پلي کېدو خبرې کړې دي.

د ولسمشرۍ ماڼۍ د وېب‌پاڼې د معلوماتو له مخې، دواړو لورو په بېلا بېلو برخو کې د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ د اړیکو او همکاریو پر پراختیا په ځانګړې توګه د سوداګریزې راکړې ورکړې په زیاتوالي ټینګار کړی دی.

ولسمشر محمد اشرف غني ویلي چې د پراختیایي کوریډور جوړېدل، د لاجوردو لار، ټاپي پروژه او د افغانستان له لارې پاکستان ته د ترکمنستان د برېښنا لېږد پروژه چې عملي پلان به‌یې ډېر ژر چمتو شي او د سیمه‌‌ییز اتصال سترې پروژې به د سیمې پر ثبات او انکشاف هم مثبتې اغېزې ولري.

XS
SM
MD
LG