د لاسرسي لېنکونه

یکشنبه ۲۸ زمری ۱۳۹۷ کابل ۱۱:۲۲

د پروان چارواکي: طالبانو سیا‎ګرد کې پر څو امنیتي پوستو بریدونه کړي


د پروان چارواکي وایي چې وسله‎والو طالبانو تېره شپه د دې ولایت د سیا‎ګرد په ولسوالۍ کې پر څو امنیتي پوستو بریدونه وکړل.

د سیاګرد ولسوال نوراقا سامع نن ازادي راډیو ته وویل چې وسله‎والو طالبانو تېره شپه درې نیمې بجې د دې ولسوالۍ په رنګ اب دره کې پر څو امنیتي پوستو بریدونه وکړل چې د افغان امنیتي ځواکونو د څو ساعتونو شدید مقاومت په نتیجه کې بېرته شا تګ ته اړ شول.

ښاغلی سامع په نښتو کې د یوه وسله‎وال د وژل کېدو او د سیاګرد لپاره د طالبانو د نظامي مسؤل قاري نجیب په ګډون د درې وسله‎والو د ټپي کېدو خبر ورکوي.

د هغه په وینا په‎دې نښتو کې افغان امنیتي ځواکونو ته مرګ ژوبله نه‎ده اوښتې.

وسله‎والو طالبانو تر اوسه په‎دې اړه څه نه‎دي ویلي.

XS
SM
MD
LG