بريتانيا له روسيې څخه د دوو مشکوکو کسانو د ورسپارلو غوښتنې ته چمتووالى نيسي.
د ګارډين ورځپاڼې په حواله، دغه دوه کسان په بريتانيا کې د روسيې پر يوه پخواني جاسوس د اعصابو په فلجوونکو موادو په حمله تورن دي.
ځينو حکومتي او امنيتي سرچينو ورځپاڼې ته ويلي، بريتانوي څارنوالانو د تورنو کسانو د ورسپارلو درخواست بشپړ کړى چې روسيې ته به وسپارل شي.
خو په بريتانيا کې د روسيې سفارت وايي، دغه درخواستيې لا نهدى ترلاسه کړى.
بريتانيا غواړي هغه تورن کسان د روسيې لهخوا وروسپارل شي چې د روسيې پر يوه پخواني جاسوس د اعصابو په فلجوونکې ماده په حمله تورن دي.
ګارډين ورځپاڼې راپور ورکړى چې د بريتانيا سلګونه پوليسو او استخباراتي مأمورانو بريتانيا ته د دغو دوو روسانو له داخلېدو نيولې د دوى تر تګ پورې د دوى د خوځښتونو او فعاليتونو په اړه معلومات راټول کړي دي.
د بريتانيا اسوشیټېډ پرس اژانس تېره مياشت راپور ورکړى و چې پوليسو دوه روسان چې په سالزبري کې د روسيې پر پخواني جاسوس سرګي سکريپال او د هغه پر لور يوليا د اعصابو په فلجوونکې ماده د حملې شک ورباندې کېږي، پېژندلي دي، خو دغه راپور رسماً تأييد شوى نهدى.
ګارډين ورځپاڼې راپور ورکړى چې په حکومت کې دننه تر بحثونو وروسته بريتانيا ته د دغو دوو روسانو د ورسپارلو لپاره فشارونه زيات شوي دي.
په حکومت کې دوه نظرونه شته:
- يوه ډله د هغې پېښې په تړاو د مسکو په وړاندې د لندن د شديد اقدام غوښتنه کوي.
- بله ډله بيا بريتانيا ته د مشکوکو کسانو د ورسپارلو غوښتنه په سياسي برخه کې د حکومت ناکامي ګڼي.
داسې ښکاري چې د مشکوکو روسانو د ورسپارلو غوښتنه به د روسيې لهخوا رد شي، ځکه د روسيې د اساسي قانون له مخې بل هېواد ته د روسي اتباعو سپارل منع شوي دي.
پر سرګي سکريپال او د هغه پر لور يوليا د اعصابو په فلجوونکې ماده حمله په مارچ مياشت کې شوې وه.
دوى په سالزبري سيمه کې په بېسد حالت کې وموندل شول.
بريتانيا د مسمومولو پهدې پېښه کې روسيه دخيله بللې ده او وايي، کارول شوي مواد نوويچوک نومېږي.
دغه زهرجن مواد په ١٩٧٠يمو او ١٩٨٠يمو کلونو کې د پخواني شوروي اتحاد د پوځ لهخوا توليدېدل.
روسيې د مارچ مياشتې په حمله کې خپل دخالت په وار وار رد کړى دى.