د لاسرسي لېنکونه

یکشنبه ۲۷ زمری ۱۳۹۸ کابل ۰۹:۵۷

د بشري حقونو کمېسیون: پر تسلیم شوېو داعشیانو دې عدالت پلی شي


احمد بلال صدیقي

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون په دې اړه چې که په جوزجان کې د اسلامي دولت ډلې یا داعش تسلیم شوي وسله وال عدالت ته نه راکاږل کېږي، اندیښنه څرګندوي.

د افغانستان دفاع وزارت وایي، په جوزجان کې تسلیم شوي د داعش شاوخوا ۲۵۰ وسله وال ملکي ادراې ته سپارل شوي چې د اساسي قانون په رڼا کې ورسره چلند وکړي.

د جوزجان چارواکي بیا وایي چې دغه وسله وال د سولې له پروسې سره یوځای شوي او که پر دوی چې د بشریت ضد تورونه لګول شوي، عدالت تأمینیږي، د دولت نور وسله وال مخالفین به دې ته زړه ښه نه کړي چې د سولې له پروسې سره یوځای شي.

د ازادي راډیو خبریال نوریاس نوري په دې اړه د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون له ویاند احمد بلال صدیقي سره مرکه کړې او لومړۍ یې ترې پوښتنه کړې چې د داعش د تسلیم شویو غړیو په اړه د دوی د کمېسیون دریځ څه دی؟

له ښاغلي صدیقي سره مرکه د لاندې لېنک په کېکاږلو سره اورېدلی شئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:06:27 0:00

XS
SM
MD
LG