د لاسرسي لېنکونه

یکشنبه ۲۷ زمری ۱۳۹۸ کابل ۰۸:۵۹

د داعش تسلیم شوي وسله‎وال د جوزجان ملکي ادارې ته سپارل شوي


محمد رادمنش

د افغانستان د ملي دفاع وزارت وايي، په جوزجان کې د داعش تسلیم شوي وسله‎وال د هغه ولایت ملکي ادارې ته سپارل شوي دي.

د دفاع وزارت د ویاند د دفتر سرپرست محمد رادمنش پرون «شنبه، د اسد دیارلسمه» ازادي راډیو ته وویل چې د تسلیم شوېو وسله‎والو په اړه نورې پرېکړې د جوزجان د ولایتي چارواکو په لاس کې دي.

محمد رادمنش زیاته کړه:

"موږ داسې قوانین لرو چې په نړیوالو، اسلامي او افغاني معیارونو برابر دي. موږ هغوی دولت ته سپارلي دي. د هغوی شمېر ۲۵۰ تنه وو. دولت قوانین عملي کوي، د هغوی د مجازات او مکافات پرېکړه له دولت سره ده."

د رادمنش په وینا، تېره اوونۍ د جوزجان په درزاب ولسوالۍ کې د اسلامي دولت په نوم د وسله‎والې ډلې یا داعش ۲۵۰ وسله‎وال ورته تسلیم شول.

د جوزجان د قوش تېپې او درزاب ولسوالیو یو شمېرخلکو پرون شنبې په یوه اعتراضي غونډه کې د تسلیم شوېو وسله‎والو د محاکمې غوښتنه وکړه.

د جوزجان امنیه قوماندان فقیرمحمد جوزجاني د پنجشنبې په ورځ ازادي راډیو ته ویلي و چې د داعش تسلیم شوي غړي به د بشري ضد جنایتونو د ترسره کولو په تورعدلي او قضايي ادارو ته معرفي کړي.

XS
SM
MD
LG