د پګواش د موسسې ځینې غړي چې په افغانستان کې د پخلاینې په خاطر د مخامخ خبرو د زمینو برابرولو هڅه کوي وايي، د سفارتونو او سازمانونو مخې ته د ولسي حرکت او په نړیواله کچه د افغان حکومت هڅې ښيي چې د سولې لپاره هڅې له سمبولیک حالته وتلي دي.
د دغه حرکت غړي یوسف افتخار ازادي راډيو ته وویل دغو هڅو د سولې تمې ډېرې کړي او دواړه لوري سولې ته لېواله ښکاري.
له ښاغلي افتخار سره یوسف ځدراڼ مرکه کړي او په سر کې یي پوښتلی چې د سولې دغو هڅو ته دوی په کوم نظر ګوري: